افغانستان کې د اوبو کمښت له امله د شولو کرکیله کمه شوې
په افغانستان کې د دوامداره وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله د ځمکې لاندې او په سیندونو کې د روانو اوبو کچې کموالي بحران له امله په ځینو ولایتونو کې د شولو کرکېله، چې د دې سیمو له اصلي پیداوارو ګڼل کېده وروستیو کلونو کې د پام وړ کمه شوې.
لغمان د هېواد په ختیځ کې پروت مهم کرنیز ولایت دی چې زیاتره اوسیدونکي یې پر خپلو ځمکو شولې کري او له همدې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.
د دغه ولایت کروندګر اسمعیل وایي د اوبو او بارانونو کمښت او اقلیمي بدلونونه هغه لاملونه دي، چې د دغه کرنیز محصول کرکیله نیمايي ته راټیټه شوې، د ځايي خلکو اقتصادي ننګونې او د چاپېریالي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي.
هغه وایي: «شولې چې وریجې ترې ترلاسه کېږي د لغمان اصلي پيداوار دي او پخوا به په لغمان کې په لویه کچه شولې کرل کېدې او له همدې ځایه به نورو ولایتونو ته وړل کېدې، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې د شولو کر د اوبو کمښت له امله کم شوي او په ځینو سیمو کې ځمکې په شاړو بدلې شوې.»
له لغمان سربېره د تخار کروندګر ریاض الله وایي، د دې ولایت په زیاتره کلیو کې بزګران د اوبو له سخت کمښت او د ویالو له خرابوالي سره مخ دي. د هغه په خبره د اوبو د کموالي له امله یې سږ کال یوازې په دوه جریبه ځمکه شولې کرلي چې هغه هم د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.
هغه وایي: «په تېرو کلونو کې به ۸ جریبه ځمکه ټوله شولې کوله او یو کوچنی پټي کې به مې شفتل کرل، خو وروستیو کې کلونو کې اوبه کمې شوې او یوازې دوه جریبه ځمکه مې شولې کرلي چې په ډېره سختۍ ورته اوبه پېدا کېږي نو په ټوله کې د اوبو کموالي له امله د شولو کر کیله کمه شوې.»
اخوا ځینې کروندګر په تېرو کلونو کې د بارانونو کمښت د دې لامل ګڼي چې اوبو کمې او کروندګر اړ کړي څو د شولو له کرنې ډډه وکړي. د کابل شکر درې ولسوالۍ کروندګر غلام محمد وایي: «دا څو کلونه کېږي چې بارانونه نشته، د پخوا په شان واورې نه کېږي او همدا لامل دی چې اوبه کمې شوې او دا چارې د کروندګرو په ژوند ځکه مستقیم اغېز کړی چې له اوبو پرته کروندګر خپلې ورځنۍ چارې نشي ترسره کولای.»
په همدې حال کې د کرنیزو چارو کارپوه خالد صابري وایي، چې وچکالي او اقلیمي بدلونونه د کرنې او مالدارۍ پر سکتور منفي اغېز کړی او په ځينو ولایتونو کې یې کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه کولو ته اړې کړي دي.
هغه د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د مخنیوي لپاره د اوبو له اړتیا پرته مصرف څخه مخنیوی، د عصري اوبهلګولو سیسټمونو او د چېکډېمونو جوړول تر یوې اندازې د اوبو سرچینې پیاوړې کولی شي.
هغه وایي: «د افغانستان په زیاتره سیمو کې متاسفانه ورځ تربلې د اوبو کچه کمېږي او دا چاره په کرنه منفي تاثیرات لري، نو په کار دا ده چې د اوبو بېځایه استعمال مخنیوی وشي، د سېلابي اوبو مهار لپاره چکډیمونه جوړ شي او د ژورو څاه ګانو مخنیوی شي نو دا به تر یوې کچې دا ستونزه حل کړي.»
نوموړی دغه راز د اوبو د کمښت عوامل د بارانونو او واورې کمه ورېدل، د ځمکې ګرمېدل او له شته اوبو ناسمه ګټه اخیستنه یادوي. نوموړی خبرداری ورکوي که د بارانونو کمښت او ګرمۍ زیاتیدل دوام وکړي، د کرنیزو اوبو سرچینې به له لا نورو ډېرو ننګونو سره مخ شي.
د کرنې برخې کارپوهان ټينګار کوي که د ژمي په موسم کې د بارانونو کمښت، د هوا ګرمېدل او هممهاله د اوبو سرچینو مدیریت ته پام ونهشي، د شولو د کرنې پر وړاندې ننګونې زیاتیږي چې په پایله کې یې نه یوازې د وریجو حاصلات کمیږي، بلکې کرنیز سکټور به سخت زیانمن کړي.