د یوې افغانې له لوري جوړ شوی فلم اروپا کې پلور ته وړاندې شوی

د یوې افغانې له لوري جوړ شوی فلم اروپا کې پلور ته وړاندې شوی
Photo: Chabname Zariab Instagram

د یوې افغانې فلم ډایرکټرې شبنم زریاب لخوا یو نوی فیچر فلم، چې ګلشفته فراهاني پکې هم رول لوبولی، د نړیوالې جشنوارې د پرانیستونکي فلم په توګه انتخاب او په اروپایي بازارونو کې پلور ته وړاندې شوی دی.

 فرانسوي شرکت Le Pacte اعلان کړی چې د دغه فلم خرڅلاوو د (When She Hears the Bells (Les Clochettes de Kaboul) شرکت له لوري پیل شوی دی. 

د دې فلم ځینې صحنې په افغانستان کې ثبت شوې چې په کې خلپسرې او غمجن روایتونه  وړاندې شوي دي.

دا فلم په ۲۰۲۱ کال کې ترتیب شوی هغه وخت چې طالبانو تازه پلازمېنې کابل ته نږدې شوي وو او  د افغانستان زیاتره ولایتونه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستی وو.

په دغه افغاني فلم کې ګلشفته فراهاني د "لیلا" په نامه د یوې کونډې په توګه رول لوبوي.

د فلم په صحنو کې ښکاري چې یوه کونډه ښځه په کابل کې په پخلنځي کې کار کوي.

هغه ورو ورو پوهیږي چې دا ځای په حقیقت کې د "ماشومانو لوبې" د پدیدې ځای دی؛ چیرې چې کمکي هلکان اړ ایستل کیږي چې د ښځو په څیر جامې واغوندي او د ځواکمنو نارینه وو د تفریح ​​او ساعت تېرۍ لپاره نڅا او «بچه بازۍ» ته مجبور شي.

څنګه چې طالبان کابل ته نږدې کیږي، لیلا پریکړه کوي چې د دې هلکانو یوې ډلې سره مرسته وکړي چې د ښار له سقوط دمخه له هیواده وتښتي.

دا پروژه د څو اروپایي هیوادونو ترمنځ ګډ تولید دی او Alta Rocca Films) ، Starhaus Filmproduktion، Versus Production و Arte France Cinéma) لخوا تولید شوی. 

ټاکل شوې ده چې دا فلم د تخنیکي پړاوونو له بشپړېدو وروسته نړیوالو پیرودونکو ته خپور شي. شبنم زریاب د نامتو افغان لیکوال رهنورد زریاب لور ده. 

شبنم زریاب ویلي، چې د فلم جوړولو هدف د ماشومانو د فحشا پدیده روښانه کول او د کابل له سقوط مخکې او وروسته په افغانستان کې د ښځو د ژوند واقعیت منعکس کول دي.

هغې د دې کیسې په اړه ویل د "شخصي مسؤلیت" او یو ډول "خاموش مقاومت" په توګه بیانوي.

سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ له امله فلم جوړول په افغانستان کې غیرقانوني ګڼل کېږي، خو زریاب باوري ده چې افغانان به دغه فلم په انلاین بڼه د ټولنېزو شبکو له لارې وګوري. 

زریابې هیله ښودلې چې د فلم پرانیستل په نړیوال فستیوال کې د افغان سینما لپاره یو ستر فرصت دی.

ددې پروژې د جوړونکو په وینا، په افغانستان کې فلم کول او په هیواد کې د ژوند نادره د فلم په توګه جوړول ستونزمن کار دی خو دوی هڅه کړې شته واقیعت بیان کړي. 

 دا فلم اوس د فلم فیستیوالونو او نړیوالو بازارونو ته د معرفي کیدو په لور روان دی.