یوه افغانه مېرمن د ډنمارک د اقلیم او انرژۍ نوې وزیره وټاکل شوه

یوه افغانه مېرمن د ډنمارک د اقلیم او انرژۍ نوې وزیره وټاکل شوه
Photo: Samira Nawa Facebook Page

‏ډنمارک کې افغان الاصله سیاستواله (سمیرا ناوا) چې د دغه هېواد د سوشل لېبرال ګوند غړې ده، د ډنمارک په نوي حکومتي جوړښت کې د انرژۍ د نوې وزیرې په توګه ټاکل شوې.

سمیرا نوا د افغان کډوالو په کورنۍ کې د ډنمارک البورګ ښار کې زیږېدلې او هلته لویه شوې او اوسمهال ۳۸ کلنه ده.

نوموړې د ډنمارک د پارلمان پخوانۍ غړې ده او په دغه هېواد کې یوه پېژندل شوې سیاستواله ګڼل کېږي.

سمیرا ناوا په اقتصاد ماسټري لري او له سیاست مخکې یې په بېلابېلو دولتي ادارو او څېړنیزو مرکزونو کې دندې ترسره کړې او د اقلیم بدلون، انرژۍ او اقتصادي پالیسیو په برخو کې فعاله سیاستواله پاتې شوې ده.

نوا داسې مهال د ډنمارک د اقلیم او انرژې د نوې وزېرې په توګه دنده پیلوي، چې د انرژۍ امنیت، د اقلیمي بدلون اغېزې او د شنو پالیسو پلي کول د اروپا له مهمو ننګونو او لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.