کونړ او نورستان ولایتو کې د ځنګلونو پرې کولو په اړه د خلکو اندېښنې

کونړ او نورستان ولایتو کې د ځنګلونو پرې کولو په اړه د خلکو اندېښنې
Photo: RM Media
کونړ او نورستان ولایتو کې د ځنګلونو پرې کولو په اړه د خلکو اندېښنې

د افغانستان په ختیځ کې کونړ او نورستان له هغه غرنیزو شنو ولایتونه دي، چې غرونه یې په طبیعي ځنګلونو پوښلي دي.

یادو طبیعي ځنګلونو  دې ولایتونو ته ځانګړې ښکلا ور په برخه کړې، خو دې وروستیو کلونو کې روانې ځنګل وهنې د دې ولایت د اوسیدونکو ترمنځ د چاپیریال جدي اندیښنې راپورته کړي، هغه اندیښنې که له پامه وغورځول شي، د دې ولایت د طبیعت او د خلکو د ژوند لپاره نه جبرانیدونکي پایلې لرلی شي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ابراهیم له (ار.ام. میډیا) سره خبرو کې وايي، په دې وروستیو میاشتو کې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د ځنګلونو غیرقانوني وهل زیات شوي چې د مخنیوي لپاره یې هېڅ ډول څارنه هم نه‌کیږي.

هغه اندېښنه لري او وایي، د ځنګلونو په اوسنۍ بڼه وهل چاپېریالي ننګونې ډېرولی شي. «ځنګلونه په ډېرې بې رحمۍ سره د طالبانو د پلویانو او ځایي خلکو له لوري وهل کېږي، دوی آرې او نور وسایل لري او د ځنګلونو ونې ورباندې پرې کوي، زیات ځنګل وهل شوی او لاهم دوام لري.»

د هغه په خبره ، د ځنګلونو په وهل کېدو سره د ویجاړونکو سېلابونو، د خاورې تخریب او د دغه ولایت په ځینو برخو کې د ځمکو شاړېدو کچه هم لوړه شوې.

هغه وایي: «د ځنګل کومې ونې چې وهل کېږي بیا هلته په سوداګرو په کمه بیه پلورل کېږي او دا بهیر په دې وروستیو څو میاشتو کې زیات شوی، همدې ځنګلونو د سیلابونو شدت کم کړی وو او د ځمکې ښوییدل ډېر کم وو. له بده‌مرغه اوس له منځه تللي. هغه سیمې چې یو وخت ښکلې دښتې وې، اوس د سېلابونو له امله په ډبرو بدلې شوي.»

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی سید عمر هم ورته شکایت کوي او وایي، سره له دې چې د کونړ د ځنګلونو وهل کېدو او قاچاق په تړاو اندېښنېله ځایي طالب چارواکو سره شریکې کړي خو وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلونو وهل او د لرګیو قاچاق دوام لري او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

دوی وايي، په تېر کې یې هم د ځنګلونو وهلو په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې وې، خو څنګه چې اړینه وه، د مخنیوي لپاره یې اقدامات ونه‌شول.

هغه وایي: «طالبان د ځنګلونو له وهلو ښه خبر دي او د همدی په مشوره وهل کېږي او بیا په کې ځایي طالبانو ته خپله برخه ورکول کېږي، ځنګلونه ملي شتمني ده او باید ساتنه یې وشي.»

د کونړ په ګاونډ نورستان ولایت کې هم په یوه او بله پلمه د ځنګلونو ونې وهل کېږي او ځنګلونه د لمنځه تللو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د نورستان د مرکز پارون اوسیدونکی غلام نبي وايي، بېلابېلو سیمو کې غیر معیاري کان کیندنې هم د ځنګلونو د پراخې ویجاړتیا لامل شوې دي.

د هغه په وینا، د ځنګلونو په اوسنۍ بڼه وهل کولی شي ګڼ شمېر چاپېریالي ستونزې را پیدا او د سیمې د خلکو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ کړي.

هغه وایي: «د نورستان په برګي مټال، پارون، کاندېش او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د بېلابېلو قیمتي ډبرو د کانونو استخراج پیل شوی، خو د دغه کانونو د استخراج پرمهال ونې له منځه وړل کېږي او دې چارې د ځنګل زیاتې برخې زیانمنې کړي او پاتې نور ځنګل لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دی.»

د هغه په خبره د کونړ او نورستان ځنګلونه د ځایي طالبانو په مرسته وهل کېږي او بیا پر قاچاقي لارو پاکستان ته قاچاق کېږي.

نوموړی همداراز پر ولسونو هم غږ کوي چې د دغې ملي شتمنۍ لپاره دې سره یوځای شي او د ځنګلونو د پرې کولو او قاچاق کوونکو پر وړاندې دې ودرېږي. «که چېرې خلک په خپله د ځنګلونو ساتنه ونه کړي او په دې برخه کې قومي تړې جوړې نشي، نو ځنګلونه به ټوله له منځه لاړ شي.»

 په ختیځو ولایتونو کې د ځنګلونو وهل کېدو د چاپیریال ساتنې د کارپوهانو اندېښنې راپورته کړي دي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه انجینر محمد صمیم وایي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایتونو کې د سیلابونو زیانونه زیات شوي.

هغه په دې باور دی چې د ځنګل وهنې زیاتوالی د دې وضعیت یو له اصلي عواملو څخه دی او ټینګار یې وکړ چې د ځنګلونو له‌منځه تلل په دې ولایت کې بېساري مالي او انساني زیانونه او جدي چاپیریالي پایلې لرلی شي.

هغه وایي: «په دې وروستیو کلونو کې ختیځ ولایتونه ځانګړي ډول کونړ او نورستان کې سېلابونه او زلزلې زیاتې شوي او اصلي لامل یې د ځنګلونو قطع ده، که چېرې ځنګلونه له منځه لاړ نو دا به نور بدې طبیعي پایلې ولري نو لازمه ده چې د ځنګلونو ساتنه وشي.»

د هغه په وینا، د ځنګلونو وهل د نړیوالې تودوخې، د سیلابونو زیاتوالي، د خاورې تخریب، د زلزلې خطر زیاتوالي، د اکسیجن تولید کمولو او د طبیعت اصلي بڼې له لاسه ورکولو لامل کیږي. 

موږ هڅه وکړه په دې کونړ او نورستان کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر پر اخیستلو بریالي نشو.

د مالوماتو له مخې په کونړ او نورستان ولایتونو کې په زرګونه هکټاره غرنیو سیمو کې ځنګلونه شته خو تېر کې یې، زیاته برخه وهل شوې او لرګي یې په کور دننه د بېلایبلو ولایتونو سربېره بهر ته هم قاچاق شوي دي.