وچکالۍ د غور للمې ځمکې په شاړو دښتو بدلې کړي

په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان له نورو ولایتونو سربېره وچکالۍ د غور ولایت ګڼ شمېر هم ځپلي او ان خلک یې نورو سیمو ته کډې کولو ته اړ شوي دي.
د دغه ولایت یو شمېر بزګران وایې چې سږنی کال د باران نشتون او وچکالۍ له امله یې فصلونه وچ شوي او هېڅ حاصل یې نه دی ترلاسه کړی.
د غور ولایت اوسېدونکی غلام حضرت چې په للمي ځمکو یې کښتونه کړي وايي، سږکال د بارانونو نهشتون په دلیل یې کرل شویو کښتونو هېڅ د زرغونېدو چانس پیدا نهکړ.
هغه وایې: «تېرو کلونو کې به مو له همدې للمي ځمکو په کافي اندازه د هر فصل حاصلات ترلاسه کول، خو سږکال هیڅ باران ونشو او هماغه و، چې په ځمکو کې مو غنم د کر په موخه وشېندل خو شنه نشول له مالي زیان سره هم مخ شو او فصل هم ترلاسه نه کړ.»
د غور د تیوره ولسوالۍ د «یخن سفلي» سیمه وچکالۍ دومره ځپلې چې د کروندګرو سترګې یې له اسمانه د بارانونو رحمت ته په انتظار وې وايي، روان کال یې نه یوازې دا چې هېڅ حاصلات نه لرل، بلکې د تخمونو کرل او پرې لګښت کول یې هم بېځایه لاړل.
غوثالدین، د یادې سیمې کروندګر، خبرداری ورکوي که که مرستندویه بنسټونه د اوبو د مدیریت او د مقاومو تخمونو په برخه کې ګام وانخلي، خلک به د کډوالۍ او د لوږې له زیاتېدو سره مخ شي.
وایې: «کروندګرو په ځمکو د ټراکټور پیسې مصرف کړې، تخمونه مو هم بېځایه لاړل ځکه د للمي ځمکو لپاره چې باران نه وي نو بیا پرې خوار کول بېځایه دي دلته د خلکو ځمکې کم دي نو ځکه خو یې ټولې هیلې باران ته وي چې فصلونه وکري.»
د غور د تولک ولسوالۍ اوسیدونکی ۴۷ کلن نبي الله وايي، سږ کال یې له ۸۰ منو زیات غنم پر خپله ځمکه کرلي وو، چې د باران نه شتون او وچکالۍ له امله یې ټولې خوارۍ له خاورو سره خاورې شوې.
نوموړی د خپلې ۹ کسېزې کورنۍ لپاره اندېښمن دی او وایې، چې د کرنیز محصول د نه لرلو پرمهال به څنګه د خپلو اولادونو لپاره د ډوډۍ په پیدا کولو کې به بریالی شي.
هغه وایې: «ما په خپله للمي ځمکه کې له ۸۰ منو زیات غنم وکرل او هیله مو وه، چې باران به وشي او دا به را زرغون شي؛ خو نه باران وشو او نه فصل اوس د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره اندېښمن یم.»
د نوموړي په ګډون د غور ولایت په زیاتره ولسوالیو کې ګڼ شمېر بزګرانو د باران له کمښت او سختۍ وچکالۍ په پایله کې خپل محصولات له لاسه ورکړي او هیڅ حاصل یې نه دی ترلاسه کړی.
د کرنې برخې کارپوهان په دې باور دي چې په وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلون، د بارانونو کمښت او د هوا ګرمیدل ددې لامل شوي چې کروندګر ونشي کولای له خپلو کرنیزو ځمکو په ځانګړي ډول له للمي ځمکو د اړتیا وړ حاصلات ترلاسه کړي.
د دوي په باور له دې ستونزې د خلاصون یوازینۍ لارې دادي چې د اوبو د مدیریت لپاره له نویو لارو کار واخیستل شي، د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم زراعتي تخمونه برابر شي او د اوبو زیاتیدو لپاره کوچني بندونه جوړ شي.