ننګرهار کې سېلاب ځپلې کورنۍ؛ تراوسه هیڅ ډول مرسته نه ده ورسېدلې

ننګرهار کې سېلاب ځپلې کورنۍ؛ تراوسه هیڅ ډول مرسته نه ده ورسېدلې
Photo: RM Media

په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وايي، چې سېلابونو یې هر څه ترې اخیستي او د ژوند دوام لپاره ان لومړنیو امکانات نه‌لري.

دوی وايي، سرپناه، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته په بېړنۍ توګه اړتیا لري، خو تراوسه ورسره د خیریه بنسټونو او نورو اړونده ادارو له لوري هېڅ راز مرستې نه‌دي شوي او په بد وضعیت کې ژوند کوي.

د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی نیاز ولي چې د سېلابونو له امله زیانمن شوی وایې، د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د دې سیمې اوسېدونکو خپل ټول شته له لاسه ورکړي او یوازې په همدې سیمه کې نږدې لسګونه کورنه له منځه تللي دي.

د هغه په وينا، زیانمنې شوې کورنۍ د خوراک، څښاک او سرپناه لپاره هیڅ نه لري او دغه او تراوسه یې دوی ته د مرستو رسولو لپاره هیڅ اقدام نه‌دی شوی.

 نیاز ولي وایې: «سېلابونو او بارانونو مو حاصل ته رسېدلي فصلونه او دغه راز د استوګنې کورونه له منځه وړي هیڅ راته نه دي پاتې ډوډۍ نه لرو، د څښاک اوبه نشته او سرپناه خو بیخي نشته؛ خو تراوسه راسره مرسته هم نه ده شوې له خیریه بنسټونو غوښتنه کوو چې له مونږ سره مرسته وکړي.»

تېره ورځ د ننګرهار ګڼ شمېر ولسوالۍ د مرګونو او ويجاړونکو سېلابونو شاهدانې وې او دغو سېلابونو تر ټولو ډېر ځاني او مالي زيانونه په ګوشتې او لعلپورې ولسوالۍ کې اړولي دي.

د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکی ذبیح الله وایې، چې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ شته ټول فصلونه او باغونه تخریب شوي دي.

نوموړی له مرستندویه بنسټونو غواړې چې ژر تر ژره د سېلاب‌ځپلیو کورنیو سروې وکړي، ترڅو له زیانمو شویو کورینو سره مرستې وشي.

هغه وایې: «که چېرې له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستې ونشي نو زیاتره زیانمې کورنۍ به له لوږې سره مخ شي، ځکه دوی چې څه درلودل هغه ترې سېلابونو وړي خو د بنسټونو له لوري لا له دوی سره مرسته نه ده شوې؛ په جدي د خوراکي مرستو تر څنګ د ورانو شویو کورونو د جوړېدو غوښتنه کوو.»

په همدې حال کې د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی نور ولي وایې چې په وروستیو سېلابونو کې ګڼ کورونه، کرنېزې ځمکې، د اوبو رسولو سېسټمونه، سربندونه او سرکونه ویجاړ شوي؛ خو لاهم د خیریه بنسټونو او نورو مرستندویه ادارو له ژمنو سره سره تراوسه ورسره مرسته نه ده شوې او اړ شوي چې په خپلو سیمو کې سېلاب ځپلو کورنیو لپاره چندې راټولې کړي.

هغه وایې: «د ګوشتې ولسوالۍ ځوانانو د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره چنده راټول کړې او دوی ته یې پرې خوراکي توکي او د څښاک اوبه او نور اړین وسایل اخېستي، زیانمنې شوې کورنۍ په ډېر بد وضعیت کې دي او که په عاجله توګه مرستې ونشي نو دوی به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.»

سېلاب ځپلو کورنۍ پر نړیوالو بشري او مرستندویه بنسټونو غږ کوي، چې د بېړنیو روغتیايي او خوراکي مرستو سربېره یې د سرپناه او استوګنې ځایونه رغولو کې مرستې وکړي.

د مالوماتو له مخې تېره ورځ د ننګرهار په څه باندې پنځو ولسوالیو کې  سختو سېلابونو له امله ۲ ماشومان مړه شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي. دغه راز د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ټوټال ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې او د ۳۰۰ په شاوخوا کې کورنه ویجاړ شوي دي.

بلخوا تازه د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن دوشنبه د نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، پنجشېر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګ، لغمان، کاپیسا، پروان او غزني ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.