وچکالي د افغانستان مالداري د ړنګېدو تر پولې رسولې ده

وچکالي د افغانستان مالداري د ړنګېدو تر پولې رسولې ده
Photo: RM Media
وچکالي د افغانستان مالداري د ړنګېدو تر پولې رسولې ده

په افغانستان کې د وروستیو کلونو پرله‌پسې وچکالۍ او د ورښتونو بې‌سارې کمښت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مالدارۍ سکټور له سخت بحران سره مخ کړی دی. مالداران وایي، د اوبو کمښت او د څړځایونو له منځه تلو نه یوازې د دوی څاروي له منځه وړي، بلکې د کورنیو د ژوند اصلي سرچینه یې هم د سقوط تر پولې رسولې ده.

۲۵ کلن شېرولي چې د لغمان ولایت اوسېدونکی دی او د کوچنیو څاریو نږدې ۲۰ غواګانې، بزې او مېږې لري او د خپلې لس کسیزې کورنۍ اړتیاوې له همدې رمې (څاریو) پوره کوي.

شېرولي وایي، وروستۍ وچکالۍ د دې لامل شوې، څو په دغه ولایت کې مالداران زیانونه وویني او څاري یې د کافي اندازه خوړو نه درلودلو له امله له منځه لاړ شي.

هغه وایي: «سږ کال ورښتونه له عادي حالته ډېر کم وو. که دا وضعیت دوام وکړي، هم کروندګر او هم مالداران به له جدي ستونزو سره مخ شي.»

شېرولي چې د کوچیانو له ټبره دی، زیاتوي: «پخوا به مو سلګونه څاروي درلودل خو دا څو کلونه کېږي چې رمې مو نیم په نیمه راکم شوي، ځکه واښه نه پیدا کېږي او پخواني څړځایونه د وچکالۍ له امله په دښتو بدل شوي او یا په کې د ابادۍ لپاره کورونه جوړ شوي دي.»

د هغه په خبره، ډېری مالداران اړ شوي چې خپل څاروي په نیمه بیه وپلوري، ځکه نه ورته کافي خوراک پیدا کېږي او نه هم د څښلو اوبه.

هغه وایي: «پخوا به مو څاروي ننګرهار، کونړ، کابل او کندوز ته بېول، خو اوس هېڅ ولایت کې وضعیت ښه نه دی.»

په کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ کې هم وضعیت تر دې ښه نه دی. عرب‌ګل، چې د څارویو یو فارم لري، وایي وچکالۍ د هغه د ژوند ډېره برخه سرمایه له منځه وړې ده.

هغه وایي: «له ۵۴ لویو او وړو څارویو څخه یوازې ۲۳ پاتې دي. هغه واښه چې مو کرلي وو، شنه نه شول او څړځایونه هم کلونه کېږي وچ دي. مالي زیان مو ډېر زیات دی.»

عرب‌ګل وایي، که پر وخت له مالدارانو سره بېړنۍ مرستې ونه شي، نو په ډېرو سیمو کې به مالداري په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.

هغه ټینګار کوي: «نه حکومت او نه هم مرستندویه بنسټونو تر اوسه زموږ لاسنیوی کړی دی. داسې مالداران شته چې د واښو د نشتون له امله یې ټول څاروي په نیمه بیه پلورلي دي.»

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې بحران اغېزې یوازې تر مالدارانو پورې محدودې نه دي. د چاپېریال ساتنې کارپوه محمدسلیم اکبر وایي، په داسې هېواد کې لکه افغانستان، چې له ۸۰ سلنې زیات خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د ورښتونو کمښت په مستقیم ډول د فقر، بېکارۍ او د خوړو د ناامنۍ د زیاتوالي لامل کېږي.

هغه وایي:

«افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی. که د وچکالۍ د مخنیوي لپاره جدي ګامونه وانخیستل شي او د څارویو لپاره مصنوعي څړځایونه جوړ نه شي، نو راتلونکې کلونه به لا ډېرې درنې پایلې ولري.»

د هغه په خبره، که په غرنیو سیمو کې د باران او واورې ورښت همداسې کم پاتې شي، نو راتلونکی کال به هم د مالدارانو څړځایونه نور هم کم شي.

تر دې وړاندې، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نږدې اووه میلیونه هغو بزګرانو او مالدارانو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه چې له وچکالۍ سره مخ دي. همدارنګه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د افغان کروندګرو او مالدارانو ملاتړ باید لومړیتوب ولري.