د بې‌وخته بارانونو او ږلۍ له امله د افغانستان کرنه له درنو زیانونو سره مخ شوې

د بې‌وخته بارانونو او ږلۍ له امله د افغانستان کرنه له درنو زیانونو سره مخ شوې
Photo: RM Media

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې، د کابل په ګډون، سختو او بې‌وخته بارانونو، پراخو سېلابونو او ږلۍ کرنیز سکتور ته درانه زیانونه اړولي او کروندګرو، بڼوالو او د کرنیزو محصولاتو سوداګرو ته یې لوی مالي تاوان رسولی دی.

ځايي سرچینې په ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست او لوګر ولایتونو کې وایي چې دغو بارانونو د غنمو په کروندو کې د «غنمو سرې ناروغۍ» د خپرېدو لامل شوې؛ هغه ناروغي چې د غنمو وږي توروي، حاصل کموي او د کروندګرو اقتصادي وضعیت اغېزمنوي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ کروندګر شمس‌الدین وایي: «پخوا به مو له یوه جریب ځمکې څخه تر ۲۰ منه تازه سبزیجات ترلاسه کول، خو سږکال دا اندازه نږدې نیمایي ته راکمه شوې ده.» د هغه په وینا، پرله‌پسې بارانونو او ږلۍ کرنیز محصولات سخت زیانمن کړي او ډېر فصلونه یې له منځه وړي دي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اصف وایي په وروستیو څو اوونیو کې د بارانونو له امله د راپېدا شویو نباتي ناروغیو له امله په دې نه دی بریالی شوی چې له خپلې کرنیزې ځمکې د قناعت وړ حاصل ترلاسه کړي.

هغه وایي: «سږکال مې په درې جریبه ځمکه غنم کرلي وو، خو یوه برخه یې سېلاب یوړه او پاتې برخه یې د بې‌وخته بارانونو له امله د سرې ناروغۍ ونیوله. دا ناروغي حاصلات نیمایي ته راکموي، خو موږ د درملنې وس نه لرو.»

بڼوال هم د درنو زیانونو خبره کوي. هغوی وایي چې هر کال د خپلو بڼونو محصولات له پخېدو مخکې پلوري، خو سږکال بارانونو او ږلۍ ډېری محصولات له منځه وړي دي. دوی اندېښمن دي او وايي د قرارداد له مخې، اړی دی چې د دغو محصولاتو ټولې پيسې باغ‌لرونکو ته ورکړي.

د لغمان اوسېدونکی عبدالوهاب وایي: «د دوو جریبو نارنجو او مالټو بڼ مې په درې نیم لکه افغانیو به یو سوداګر ته پلورلی و، خو باران او ږلۍ دغه بڼونه تخریب کړل او مېوې یې له منځه ولاړې.»

د خوست اوسېدونکی مسعود وایي: «سږکال بارانونو او ږلۍ زما د الوچو او شفتالو بڼونه سخت زیانمن کړي دي. موږ هر کال بڼونه له وخته مخکې پلورو، خو اوس اړ یو چې د سوداګر پیسې بېرته ورکړو، ځکه محصولات خراب شوي دي.»

سوداګر هم له دې وضعیت څخه بې‌برخې نه دي پاتې شوي. سیدعلي، یو سوداګر، وایي چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې نږدې ۲۵ جریبه د مېوو بڼونه له مخکې پېرلي وو، خو سېلابونو او ږلۍ ډېری یې له منځه وړي دي.

هغه وایي: «زیانمن شوي بڼونه سم حاصل نه ورکوي او ان رسېدلې مېوې هم په مناسبه بیه نه پلورل کېږي، نو سوداګر اړ دي چې په تاوان یې په ټیټه بیه وپلوري.»

کارپوهان دغه وضعیت د اقلیمي بدلونونو له اغېزو څخه ګڼي. د کرنې چارو کارپوه محمد عارف دهقان وایي: «باران په اصل کې د کرنې لپاره ګټور دی، خو که بې‌وخته وشي، نو د نباتي ناروغیو لامل ګرځي او زیانونه یې تر راتلونکو فصلونو پورې دوام کوي.» هغه ټینګار کوي چې له کروندګرو سره باید د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو په برخه کې مرسته وشي.

په وروستیو ورځو کې بارانونو او سېلابونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي. د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویلي چې په دغو پېښو کې ۷۷ کسان وژل شوي او ۱۳۷ نور ټپیان دي. همداراز شاوخوا ۳۵۰۰ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

د دې وضعیت دوام د خوړو خوندیتوب او د کروندګرو اقتصادي حالت په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره د بېړنیو او اغېزمنو اقداماتو اړتیا لا څرګنده کړې ده.