کندوز کې پر کروندو د ملخانو برید له امله کروندګرو ته زیانونه اوښتي

د کندز د یو شمېر ولسوالیو کروندګر په خپلو کلیو کې د ملخانو له زیاتوالي څخه شکایت کوي او وايي، ملخانو یې کروندې ویجاړې کړي او ډېر مالي زیانونه یې وراړولي دي.
د کروندګرو په وینا چې د کندوز په چاردره، دشت ارچي، امام صاحب، اقتاش او قلعهزال ولسوالیو کې ګڼشمېر کروندې د ملخانو له برید سره مخ دي.
د کندوز ولایت دوو کروندګرو شېرین آغا او بهاالدین وویل، چې د ملخانو برید دوی ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
شېرین آغا زیاته کړه:«د نورو کلونو په شان سږکال بیا ملخانو زمونږ په کرل شویو فصلونو برید کړی او کروندګرو ته یې مالي زیانونه اړولي او دغه راز زیاتره سبزجات، غنم او نور فصلونه د له منځه تلولو له ګواښ سره مخ دي.»
بهاالدین وویل:«د ټول کال خواري مو ملخانو له خاورو سره خاورې کړه، ځکه ملخانو شته فصلونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي، اړونده ادارو ته په کار ده چې باید د ملخانو مخنیوی وکړي.»
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ کروندګر محمد صمیم وایې، که د کرنې ریاست او نورې اړونده ادارې د ملخانو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره نه کړي په دغه ولایت کې به شته فصلونه د ملخانو خوارک شي.
هغه وویل:«زمونږ د ټول کال تمه سږنيو فصلونو ته وه، خو ملخانو پر فصلونو برید کړی او زیاتره فصلونه یې تخریب کړي دي، مخینوی یې د خلکو د وسې خبره نه ده نو حکومت ته په کار ده چې باید د ملخانو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.»
بلخوا د کرنې کارپوه عزیر احمد پوپل ملخان یو ضررناکه او زیان اړونکې حشره بولي او د مخینوي لپاره پر چټکه مبارزه ټینګار کوي.
پوپل زیاتوي:«کرنې ریاست او نورو ادارو ته په کار ده چې د ملخانو د مخنیوي لپاره ژر اقدام وکړي ځکه بیا هغه مهال دغه ملخان پرواز کوي او لهمنځه تلل یې ګرانیږي.»
په همدې حال کې د کندوز د کرنې ریاست مسوولان وایې، چې دغه ولایت کې له ملخانو سره د مبارزې لپاره کمپاین پیل شوی دی.
په کندوز کې د طالبانو د کرنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کمپاین د کندوز په پنځو ولسوالیو، چې چاردره، دشت ارچي، امام صاحب، اقتاش او قلعهزال شامل دي، د تخنیکي ټیمونو سره په همغږۍ او د ځانګړو تجهیزاتو په کارولو سره په څړځایونو او کرنیزو ځمکو کې د ملخانو د یرغل مخنیوي په هدف پیل کړی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د زیان رسوونکو ملخانو سره د مبارزې په دې کمپاین کې، د کرنې ریاست د لسو کارمندانو شپږ ډلې د کندوز ولایت په کچه تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو سره ګومارل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان په کندوز کې د مراکشي ملخانو د راښکاره کېدو په تړاو راپور ورکړی و. په دې راپور کې ویل شوي و چې کندوز د یادو ملخانو د یرغل له خطر سره مخ دی.
کندوز د هیواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د دغه ولایت ډېری وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.