له طلاق وروسته ژوند: د افغان ښځو نادیده نیول شوې ستونزې

له طلاق وروسته ژوند: د افغان ښځو نادیده نیول شوې ستونزې

په افغانستان کې طلاق د ډېرو ښځو لپاره د یوه ستونزمن ژوند پای نه ده، بلکې د یوې سختې لارې پیل دی. د طلاق ښځې د کورني تاوتریخوالي، د ماشومانو څخه جلا کېدو یا پرېښودو، او د ټولنیزو او کلتوري فشارونو سره مخ دي؛ د کورنۍ او ټولنې تحقیر کوونکې لیدنه، رواني فشار او د نوي ژوند جوړولو محدودیت د دوی د ورځني تجربو نه جلا کېدونکي برخې دي.

د کونړ اوسېدونکې، ۲۴ کلنه مرینه د دوه ماشومانو مور ده چې د څلورو کلونو ګډ ژوند وروسته، د خپل خاوند د سیستماتيکي تاوتریخوالي او مخدره موادو د روږدي کېدو له امله اړ شوه چې د طلاق پروسه په خپله پیل کړي. هغه وایي چې خاوند یې نه یوازې د ژوند ابتدایي لګښتونه نه شي برابرولای، بلکې د هغه اعتیاد ژوند یې ورځني ژوند بیخونده کړی و: «خاوند مې تل وهلم، ژوند مې ستونزمن و او د کور حالت هره ورځ بدترېده.»

که څه هم طلاق د هغې د ژوند او روغتیا د ژغورنې یوازینۍ لاره وه، خو د هغې لپاره پایلې یې د تمې څخه ډېرې درنې وې. اوس یو کال کیږي چې د خپل پلار په کور کې ژوند کوي، خو تر ټولو ستره ضربه د طلاق وروسته د خپلو ماشومانو جلا کېدل وو: «د طلاق وروسته، د مېړه کورنۍ زما ماشومان له ما ایسار کړل، د اولادونو څخه جلا کېدل له هر څه بل ډېر سخت دي.»

مرینه وایي چې د افغانستان ډېری ښځې سره له دې چې تاوتریخوالي تجربه کوي، د ټولنې د قضاوت او کلتوري فشارونو له وېرې جرات نه کوي چې طلاق واخلي. د خلکو بد نظر هم د هغوی پر ژوند یې سیوری غوړولی دی: «خلک وایي طلاق یې واخیست، خاوند یې پرېښود، یا ژوند یې خراب شو. خو هیڅوک نه پوښتي چې ولې زه مجبوره شوم چې طلاق واخلم.»

د هغې لپاره، کورنی تاوتریخوالی یوازې د کړاو یوه برخه وه؛ د ماشومانو جلا کېدل او د ټولنې تحقیر کوونکې لیدنه د دې سختې تجربې ژورې طبقې جوړوي.

د ننګرهار اوسېدونکې، ٢٦ کلنه کلثوم، پنځه کاله مخکې، د دوه کلونو ګډ ژوند وروسته طلاق واخیست. د هغې واده پرته له رضا او د کورنۍ تر فشار لاندې ترسره شوی و او د ګډ ژوند ورځې یې د تاوتریخوالي او تحقیر ډکې وې. هغې وویل: «خاوند مې هره ورځ بهانه نیوله او زه به یې ووهلم، ویل ته ښه ښځه نه یې. ژوند مې هره ورځ ترخېده.»

کله چې هغې د جلا کېدو پریکړه وکړه، موضوع یې له خپلې کورنۍ سره شریکه کړه او مشران یې د طلاق بهیر پرمخ بوت. د مېړه کورنۍ د هغې مهر وغوښته؛ هغې ۴۰ زره افغانۍ ورکړې او وتوانېدله چې طلاق واخلي. «کله چې مې طلاق واخیست، د اوږدې مودې وروسته مې  لومړی ځل لپاره د آرام احساس وکړ.»

خو د کلثوم خوشالي بشپړه نه وه. ټولنه او حتی خپله کورنۍ د طلاق ښځه نه مني. پنځه کاله وروسته، هغې لا هم نوي ژوند جوړ کړی نه دی او وایي: «دا ځل د خاوند انتخاب کې احتیاط کوم.»

حمیره، ۳۰ کلنه ښځه د لغمان څخه، هغه ښځه ده چې خاوند یې پرېښوده او هغې لس کاله انتظار وکړ. خاوند یې یوازې یوه میاشت ورسره و او بیا اروپا ته ولاړ او بله ښځه یې وکړله.

هغې وویل: «خاوند مې کلونه نه ټیلیفون کاوه، نه یې لګښت راولېږه. ځینې وختونه داسې احساس مې کاوه چې یوازې د صبر لپاره ژوند کوم.»

وروسته له دې کلونو، خاوند یې بالاخره له پلار سره اړیکه ونیوله هغې وویل: «خاوند مې راته وویل، تا ته طلاق درکوم، خپل ژوند وکړه. زه دلته بله ښځه لرم.» حمیره منله. د دواړو کورنیو د مشرانو په حضور کې، طلاق یې آنلاین ثبت شو. اوس د خپل پلار په کور کې ژوند کوي، خو د کلونو پرېښودل او د مېړه کورنۍ پټ تاوتریخوالی لا هم ورپسې دی.

هغې وویل: «پر ژوند هېڅ نه پوهېدم. غواړم بیا ژوند وکړم. داسې خاوند پیدا کړم چې ریښتینی تکیه‌ګاه مې وي، نه داسې څوک چې یوازې ما پرېږدي.»

پوهان خبرداری ورکوي چې اوږده وخت لپاره پرېښودل او د ملاتړ نشتوالی ژور رواني زیانونه لري. شفیقه مهتاب، ښځینه ډاکټره، وایي: «هغه ښځه چې طلاق اخلي، له ټولنې او کورنۍ سره مخ کېږي نو یوازې پرېږدي یې. رواني فشار کولی شي افسردګي، یوازیوالی او حتی ځان وژنې ته ورسوي. دا ښځې ریښتینې ملاتړ ته اړتیا لري.»