د نورستان ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۵۰ جریبه ځنګل سوځېدلی

د نورستان ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۵۰ جریبه ځنګل سوځېدلی
Photo: RM Media

په نورستان کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت د کامدیش ولسوالۍ اړوند «کشتوز» سیمې په ځنګل کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله ۵۰ جریبه ځنګل سوځېدلی دی.

د سیمې یو اوسېدونکی نورګل، آر.ام.میډیا ته ویلي، چې د کامدیش ولسوالۍ ځنګل کې اورلګېدنه د ځایي خلکو په مرسته تر یوه بریده کابو شوې، خو له امله یې پنځوس جریبه ځنګل سوځېدلی او له منځه تللی دی.

د نوموړي په وینا، دغه اورلګېدنه کې خلکو ته زیان نه‌ دی اوښتی خو ځېنې کورنۍ له یادې سیمې نور ځایونه بېځایه شوي او د سوځېدلو ونو د بېرته راشنې کېدو امکان هم شته دی.

هغه وایي: «د ۵۰ جریبه شاوخوا کی ځنګل سوځېدلی او لاهم اور نه دی مهار شوی. لامل یې ځینې کسان د کشتوز سیمې ځنګل ته د تفریح لپاره تللي وو، چې هلته یې د خوراکي توکو له پخولو وروسته کوم اور چې له هغوی پاتې شوی، شونې ده چې د هغه له امله اورلګېدنه رامنځته شوې وې.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی قاري الله وایي، چې ځنګل کې اورلګېدنې د کنټرول لپاره طالبانو تراوسه هیڅ اقدام نه دی کړی، بلکې پر ځایي خلکو یې فشار راوړی چې له خپلو امکاناتو په ګټې اخیستنې اور کنټرول کړي.

 هغه وایي: «د دې اور کنټرول د عامو وګړو له وسې پورته ده، ځکه موږ داسې امکانات نه لرو چې اور کنټرول کړو که چېرې طالبان او نورې ادارې د دې اور مهار لپاره لاس په کار نشي نو دا دا اور به د نورستان سربېره د کونړ ځنګلونو ته هم وغځېږي.»

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې کارپوه اسدالله وایي، طالبانو په تېرو څو کلونو کې نه دي توانېدلي چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر ونیسي. هغه وویل چې د بارانونو نه‌شتون، د هوا تودوخې او وچکالۍ ته په پام، کمه بې‌احتیاطي ځنګلونو کې د اورلګېدنې او د اور پراخېدو لامل کېدای شي.

هغه وایي: «که چېرې د ځنګلونو د ساتنې لپاره عامه پوهاوی ونشي او ساتنه یې ونشي نو هر وخت د ځنګلونو کې د اورلګېدنې امکان شته، ځکه زیاتره خلک د تفریح لپاره ځي او بیا د اور پاتې شوني د اور لګېدنې لامل کېږي.»

د یادولو ده چې تېر کال هم په کونړ، نورستان، ننګرهار او د خوست ولایتونو په ځنګلونو کې د خلکو د بې احتیاطۍ له امله اورلګېدنه رامنځته شوې وه، چې له امله یې په لسګونه هکتاره ځنګل سوځېدلی و.