د خوړو او کرنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پستې ځنګلونو د تخریب په اړه اندېښنه ښودلې

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پستې ځنګلونو د تخریب په اړه اندېښنه ښودلې
Photo: Pajhwok

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، جګړې، بې‌وزلۍ او د ونو ډېر کارول په افغانستان کې د پستې ځنګلونو د پراخ تخریب لامل شوې ده.

اعلامیې زیاته کړې چې افغانستان یو وخت د پستې له ۴۵۰ هکتاره ډېر ځنګلونه لرل خو اوس یې زیاتره د خلکو له خوا وهل شوي او دا ځنګلونه د تخریب په حال کې دي.

د یاد سازمان د اعلامیې پر بنسټ، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د پستې له یو میلیون ډېر بوټي اېښودل شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د ونو ډېر پرې کولو د پستې ځنګلونو ته جدي زیان رسولی دی.

که څه هم پخوا د بادغیس د پستې ځنګلونه ۹۰ زره هکتاره ښودل شوي وو، خو ځایي خلک وایې چې په دې وروستیو کې یې زیاته برخه ځنګلونو د خلکو له لوري وهل شوي او دا لړۍ دوام لري.