د کونړ زلزله‌ځپلي د نس‌ناستې او د پوستکي له ناروغیو کړیږي

د کونړ زلزله‌ځپلي د نس‌ناستې او د پوستکي له ناروغیو کړیږي
Photo: RM Media

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې زلزله ځپلې کورنۍ شکایت کوي چې د زلزلې له راپدېخوا یي ماشومان او د کورنۍ نور غړي د جلدي ناروغیو، شدید خارښت، اسهالاتو او بېلابېلو ناروغیو سره مخ شوي دي. دوی وایي، د پاکو اوبو، سالمو خوړو او روغتیایي اسانتیاوو نشتوالی د خلکو روغتیایي وضعیت تر ډېره خراب کړی دی.

احمد ساپی، د نورګل ولسوالۍ یو زلزله‌ځپلی وایي،چې پخپله هم د خارښت په ناروغۍ اخته شوی. هغه له دې شکایت کوي چې په کمپونو کې لازمې اسانتیاوې نشته او د پاکو اوبو او روغتیایي خوړو نشتون د ناروغیو د زیاتېدو اصلي لامل دی.

هغه وایي:

«دلته د زلزله‌ځپلو لپاره په جوړ شوي کمپ کې په زرګونه کورنۍ اوسېږو، خو نه خواړه شته، نه پاکې اوبه او نه روغتیایي اسانتیاوې. له همدې امله خلک په جلدي ناروغیو او اسهالاتو اخته شوي دي.»

د هغه په وینا، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي له امله خلک اړ دي چې د ویالو او د کونړ د سیند له اوبو استفاده وکړي، چې ډېرې ناپاکې دي. ښاغلي ساپی زیاتوي چې روغتیایي مرکزونه هم ډک دي، ناروغان ډېر دي او ډېر کله په اوږده نوبت کې وي او هر چا ته روغتیایي خدمات نه رسیږي.

د څوکۍ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، چې د تېرو زلزلو پر مهال یې د کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي او اوس په یو کمپ کې ژوند کوي، وایي چې د هغه ماشومان د جلدي ناروغیو تر څنګ په سینه بغل او اسهال هم اخته شوي دي.

هغه وایي:

«تر اوسه د زلزله‌ځپلو لپاره هېڅ بنسټیزې مرستې نه دي شوې. ټول زیانمن شوي خلک لا هم په خېمو کې ژوند کوي. د شپې هوا ډېره یخه ده، له همدې امله زیات ماشومان په سینه بغل، ټوخې او اسهال اخته شوي دي.»

هغه زیاتوي چې درمل او نور روغتیایي خدمات کم دي او ټولو ته کافي خدمتونه نه دي رسېدلي، او له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې د سرپناه، خوړو او روغتیا په برخه کې مرسته وکړي.

نجیب‌الله، د کمپ یو بل اوسېدونکی چې خپله مېرمن یې د زلزلې پر مهال له لاسه ورکړې، اوس له پنځو اولادونو سره چې دوه یې کوچنۍ نجونې دي په یوه خېمه کې ژوند کوي. هغه وایي، د کمپ سخت شرایط د ناروغیو د زیاتېدو لامل شوي دي.

هغه وایي:

«ښځه مې د زلزلې پر مهال مړه شوه او پنځه اولادونه مې راپاتې دي. زه یوازې د هغوی پالنه کوم، خو دا څه موده کېږي چې له موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې. ناروغۍ ډېرې شوې دي او موږ د سرپناه اړتیا لرو. تر کله به موږ دلته په خېمو کې ژوند کوو؟»

په همدې حال کې ډاکتر عبدالوارث مومند، چې د زلزله‌ځپلو په سیمه کې د یو روغتیایي مرکز مسوول دی وایي، دوی د روغتیا او نورو برخو لپاره نسبي اسانتیاوې برابرې کړې دي. د هغه په خبره، په کمپ کې دوه روغتیایي مرکزونه جوړ شوي چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو دا خدمات د ټولو اړتیاوو پوره کولو توان نه لري.

هغه وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وایي چې په دې وروستیو کې د زلزله‌ځپلو ترمنځ ساري ناروغۍ په زیاتېدو دي.

هغه وایي:

«زموږ روغتیایي مرکز فعال دی، خو د ناروغانو شمېر په دې وروستیو کې ډېر شوی. د هوا په یخېدو سره وضعیت نوره هم خرابیږي. د پاکو څښاک اوبو نشتوالی تر ټولو لویه ستونزه ده چې د اسهالاتو ناروغۍ یې زیاتې کړې او هره ورځ د ناروغانو شمېر ډېرېږي.»

د روغتيا نړۍوال سازمان د اګست ۳۱ د زلزلې په اړه خبرداری ورکړل شوی چې شاوخوا نیم میلیون کسان په ختیځو ولایتونو کې عاجلو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري. زرګونه کورنۍ له زلزلو ورورسته او د خپلو کورونو د ویجاړیدو له امله په کنړ کې په شپږو موقتي کمپونو کې ژوند کوي او د څښاک پاکو اوبو، مناسب تشنابونو او روغتیایي خدماتو کمښت سره مخ دي. د خلکو زیاتوالی، د اوبو ککړتیا او د خدماتو کمښت د نس ناستې او تنفسي ناروغیو د خپریدو زمینه برابره کړې، د ملاریا او ورسره زکام خطرونه هم پاتې دي. د ژمي د راتګ سره، د لیرې پرتو او بې سرپناه کورنیو اندیښنې زیاتې شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ژغورنې خدماتو د دوام او د بې‌ځایه شویو خلکو د ملاتړ لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې له ۶.۹ میلیون ډالرو څخه زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.