جوز جان کې وچکالي کرنیز فصلونه ګواښي

په جوز جان کې کروندګر شکایت کوي چې پرلهپسې وچکالي، د اوبو نشتوالی او نباتي افتونو د دغه ولایت کرنیز فصلونه له ګواښ سره مخ کړي دي.
د دغه ولایت یو بزګر احمدشاه وایې، د پرلهپسې وچکاليو له امله د کرنيزو محصولاتو حاصلات په بېساري ډول کم شوي دي.
دى وايي، پخوا به يې له يوه من غنمو څخه تر ٣٠ منه حاصل ترلاسه کاوه، خو اوس دا شمېر ۸ منو ته راښکته شوې ده.
نوموړی یې اصلي لامل وچکالي او نباتي آفتونه بولي.
احمدشاه زیاته کړه:«سږکال وچکالي زیاته ده او همدا لامل دی چې فصلونه مو کال په کال حاصلات کموي او دغه راز د باران نشتون له کبله نباتي ناروغۍ هم زیاتې شوي د دې هر څه لامل وچکالي ده.»
د جوزجان یو بل بزګر عبدالله د وچکالي په ګډون نباتي ناروغي هم د محصولاتو د کموالي لامل بولي او له کرنې وزارت غوښتنه کوي.
د هغه په خبره د جوزجان خاوره ریګ لري او زیاتو اوبو ته اړتیا لري چې له همدې امله د دې ولایت کروندګر له ستونزو سره مخ دي.
نیازالدین زیاته کړه:«مونږ هیڅ وخت داسې وچکالي نه وه لېدلې لکه په دې وروستیو څو کلونو کې د وچکالۍ له کبله بزګرانو ته زیات مالي زیانونه اوښتي او که دا حالت دوام کوي ستونزې به لا زیاتیږي.»
بلخوا د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو رییس عبدالقادر وحدت د کروندګرو ستونزې تاییدوي او وایې، هڅې یې پیل کړي چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ د مخینوي په موخه د سېلابي اوبو د ذهیره کولو لپاره د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې کوچني چکډیمونه جوړ کړي.
وحدت زیاتوي:«په جوزجان کې وچکالۍ د بڼوالو او بزګرانو فصلونه ځپلي او دا حالت د اندېښنې دی هڅه کې یو، چې د دې ستونزې لپاره کوچني د اوبو چکډیمونه جوړ کړو چې دا ستونزه حل شي.»
جوزجان د افغانستان یو له شمالي ولایتونو څخه دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي خو د اوبو ډېرې کمې سرچینې لري. ددې ولایت کروندګر د اړتیا وړ اوبه له څنګ ولایتونو سرپل او بلخ څخه ترلاسه کوي چې وروستیو وچکالیو دغه سرچینې هم په زیاته اندازه وځپلې.