د ننګرهار ښځې او ماشومان د اوبو د کمښت دروند بار پر اوږو وړي

د ننګرهار ښځې او ماشومان د اوبو د کمښت دروند بار پر اوږو وړي
Photo: RM Media

نیم ساعت د لمر له راختو تېر شوی دی چې شیما، ۲۶ کلنه ښځه د سره‌رود ولسولۍ د فتح‌آباد اوسېدونکې، دوه بوشکې—یوه تر بغل او بله پر سر اخلي او له کوره وځي. هغه باید یو ساعت پلې تګ وکړي څو هغه چینې ته ورسېږي چې هره ورځ لسګونه ښځې او ماشومان ورته په قطار ولاړ وي. شیما په ورو سره ملا سموي او وايي: «ملا مې درد کوي ډاکټر راته ویلي چې ډیسک لرې او درانه شیان مه پورته کوې خو بله لار نه لرم.»

شیما چې د څلورو ماشومانو مور ده، دوه ډکې بوشکې په زحمت کور ته راوړي. خوله یې په تندي راټولېږي او پښې یې رپېږي. وایي: «هره ورځ همداسې ده. ملا او پښې مې درد کوي، خو بچیان مې واړه دي. څوک نشته چې مرسته راسره وکړي.»

د درې کلونو څخه ډېر وخت کېږي چې کورنۍ له دوامداره اوبو کموالي سره مخ ده، او شیما څو ځل له خپل مېړه غوښتي چې بل ځای ته کډه شي. خو وس نه لري. وايي: «د کور کرايه ډېره لوړه ده دلته بند پاتې یو.»

کله چې شیما کور ته رسېږي، بوشکې د دېوال څنګ ته ږدي او لږ شېبه په دېوال تکیه کوي. ساه یې درنه ده. وايي چې د ژوند نیمه برخه یې د اوبو په کموالي کې تېره شوې: «مونږ په قوم کوچیان یو، د پلار کور مې هم ما او نورو خویندو له لېرې ځایونو په بوشکو کې اوبه راوړلې. اوس هم همدا ژوند دی.»

هغې هغه لارې ته وکتل چې هره ورځ یې دوه ځلې یا تر هغې ډېر وهي هغه لاره چې د ډېرو نورو د ورځني ژوند تکرار هم دی.

دا اوږد تګ راتګ د ننګرهار د سلګونو کورنیو ورځنۍ برخه ګرځېدلې. پرله‌پسې وچکالۍ او د ځمکنيو اوبو ژوروالی ډېر شوی او ډېر کلي داسې شوي چې پاکې اوبه پکې نایابه دي.

په ګوشتې ولسوالۍ کې پاکې اوبه دومره کمې شوې چې ډېر ماشومان د درس پر ځای د اوبو راوړلو تجربې ډېرې لري. سباوون، د «ماما خیلو» اوسېدونکی وایي، چې څو میاشتې کېږي چې درې ماشومان یې هر سهار څو ساعته پلې کوي او بیا د حیواناتو په مرسته د کنړ له سینده اوبه کور ته راوړي هغه اوبه چې صحي نه دي او اکثره د ماشومانو د نس ناستې ناروغۍ رامنځته کوي.

هغه وايي: «کله کله ماشومان مې ټول یو اوونۍ مکتب ته نه شي تلای ښوونکي او د معارف مسوولین پوهېږي چې ستونزه اوبو ده، نو غیرحاضر یې نه ګڼي.»

د هغه په وینا، په تېرو څو میاشتو کې، ډېرې کورنۍ له دې سیمې لا مخکې د پاکو اوبو د موندلو په لټه کډه شوې دي. سباوون وايي چې ماشومان یې پرله‌پسې ورته وايي چې له دې ځایه باید کډه وکړي: «زما زامن هره ورځ راته وايي چې موږ داسې ځای ته لاړ شو، چې درسونه مو په سمه توګه ولوستلای شو ژر به کډه وکړم، ځکه دلته بې اوبو ژوند نه شي زغملای.»

ډاکټران خبرداری ورکوي چې دا درانه کارونه د ښځو او ماشومانو لپاره د ملا ډیسک، د مفصلونو پړسوب او د عضلاتو زیانونه رامنځته کوي. داکتره سایره هیلۍ وايي: «په ډېرو غرنیو سیمو کې ښځې او ماشومان اصلي د اوبو وړونکي دي. دا کار د وخت په تېریدو بدن ستړي او خرابوين خو باید د دې کار مخنیوی وشي.»

په نورو ولایتونو کې هم له لرې ځایه د اوبو راوړل ډېری وخت د ښځو او ماشومانو کار وي. یونیسف د ځمکنيو اوبو ژوروالی د اقلیمي بدلون جدي پایله ګڼي هغه بحران چې میلیونونه افغانان یې له پاکو اوبو بې‌برخې کړي دي.