د اختري او نوروزي رواجونه لاهم په ننګرهار او کندهار کې پالل کېږي

د اختري او نوروزي رواجونه لاهم په ننګرهار او کندهار کې پالل کېږي
Photo: RM Media
د اختري او نوروزي رواجونه لاهم په ننګرهار او کندهار کې پالل کېږي

د افغانستان له نورو ولایتونو سربېره، په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې نوروزي او اختری هغه ځانګړي رسم او رواجونه دي، چې په دغو خاصو ورځو کې یې د هلک (نامزاد) کورنۍ خپلې کوژده شوې ناوې ته د درناوې لپاره ور وړي.

د نوي کال او اختر په رارسیدو سره نامزاده شوي هلکان د خپلو کوژده شوېو ناویانو لپاره د خاصو سوغاتونو او ډالیو په اخېستلو بوخت وي.

 د ننګرهار اوسېدونکی امېدالله چې تازه یې کوژده کړې وایي، په نوي کال او اخترونو کې خلک خپلې ناوې ته جامې، سره زر، کبان، ځلوبۍ او نور بېلابېل توکي اخلي او بیا د نامزاد شوي هلک د کورنۍ له لوري په ښاسته او پوښل شویو مجمو کې د سندرو په ویلو سره د خپلې ناوې کورته وړي.

امېدالله زیاتوي: «دوه میاشتې کېږي کوژده مې کړې دلته د رواج له مخې نامزاد هلک د خپلې ناوې لپاره سره زر، ځانګړی لباس او نور خواږه خوراکي توکي اخلي او بیا د نوروزي په نامه د خسر کور ته ور وړي؛ دا یو ځانګړی رواج دی که څوک دا کار ترسره نه کړي نو بیا په ښه نوم نه یادوي.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکې شبنم ساپۍ وایي، د نوي کال په رانږدې کیدو سره هره کورنی هڅه کوي څو ژر تر ژره خپلې ناوې ته د ډالۍ د وړاندې کولو او آن ځينې یې د خپل زوی او ناوې د هوس او ارمان د پوره کولو لپاره نوروزي وروړي.

د هغې په خبره که کومې نجلۍ ته نوروزي ورنه وړل شي نو خلک فکر کوي چې خسرګنۍ په سپکه ورته ګوري. هغې وویل: «نوروزي او اختری له پخوا راهیسې په افغانانو کې یو پاتې رواج دی، زموږ په خپلوانو کې د دې لپاره چې د هلک کورنۍ نجلۍ ته نوروزي نه و، وروړې، نږدې وو چې نامزادي سره فسخ کړي نو دا رواجونه په خلکو جبري شوي او باید ترسره یې کړي.»

شبنم ساپۍ ټینګار کوي چې اختری او نوروزي د نوي کال ډالۍ ده، خو ډالۍ خلک په رضا یوه بل ته ورکوي، نه دا چې څوک یې په زور له چا غواړي، نو لازمه ده چې د نجلۍ کورنۍ د هلک پر کورنۍ فشار رانه وړي. «که څه هم د دې رواجونو پوره کول د هرې کورنۍ له وسې پورته ده، بیا هم ځېنې کورنۍ د هلک کورنۍ مجبوروي چې نوروزي او اختر ورته ورکړي نو لازمه ده، چې د هلک پر کورنۍ د دې رواج پوره کولو لپاره فشار رانشي.»

له ننګرهار سربېره په کندهار کې هم د نوروزي او اختري رواجونه د خلکو په منځ کې لاهم ځای لري.

کندهاري ځوانان د نوي کال ورځ یا نوروز د خلکو لپاره د تفریح یوه مناسبه ورځ بولي او په وینا یې، دوی یې رارسېدو ته ورځې شماري او ځانونه ورته جوړوي. څوک د نوروز په ورځ مېلې کوي، يو ځای په چکر ځي.

د کندهار «عینو مېنې» یو اوسېدونکی بسم الله جان وایي، چې زیاتره کورنۍ له نوي کال څو ورځې مخکې د خسر کور ته نوروزي ور وړي او په همدې پلمه د نامزاد شوي هلک له لوري خپل ناوې ته بېلابېلې ډالۍ ورکوي کېږي.

هغه وایي: «کندهار کې کوژده شوي ځوانان د نوروزي او اختري په پلمه د خسر کور ته له بېلابېلو ډالیو سره ورځي او خپلې ناوې ته یې ورکوي، د ناوې لپاره ډالۍ لکه جامې، سره رز او نور توکي په ځانګړي لوخو کې په ښکلي ډول پوښل شوي وي او بیا خپلې ناوې ته ورکول کېږي.»

نوموړی وایي، که څه هم اختری او نوروزي د افغانانو یو پخوانی دود دی خو داسې کورنۍ هم شته چې دومره وسه او توان نه لري چې یاد رواجونه ترسره او خپلې کوژدنې ته څه یوسي.

د هغه په وینا، که څه هم کندهار کې د طالبانو امربالمعروف ادارې د اختري او نوروزي په ګډون پر یو شمېر رواجونو بندیز لګولی، خو له دې هر څه سره سره بیا د کورنیو له لوري ترسره کېږي «طالبانو اعلان کړی چې د اختري او نوروزي په نامه دودونه بند دي، خو بیا هم دا چاره ترسره کېږي او په ځينو سیمو کې د دې محدودیتونو له امله دا ډول پخواني رواجونه کم رنګه شوي دي.»

فرهنګي فعاله او لیکواله مرضیه محمدي وایي، د نوروزي د وړلو دود نه یواځې اوس بلکې په افغاني ټولنه کې له کلونو کلونو راهیسې رواج دی چې د هلک کورنی د جلې کورته د یو لړ خاصو مراسمو په تر سره کولو سره وروړي.

هغه وایي: «د اختري او نورزي په نامه رواجونه باید ژوندي وساتل شي، که د چا وسه نه کېږي په کمه اندازه دې یو څه خپلې ناوې ته واخلي چې په دې سره نجلۍ هم خوشالېږي او دواړو کورنیو ترمنځ د خپلوۍ اړیکه لاپسې پیاوړې کېږي.»

افغانان له نورو ولایتونو سربېره په پلازمېنې کابل او مزار شریف کېهر کال نوی کال د جنډې په پورته کولو، د سمنک په پخولو، هفت مېوې په تیارولو او د کوژدنې کور ته د ډالیو او مېوو په وړلو او مېله‌ځایونو ته په تګ سره نمانځي.