د بادغیس وچې پستې؛ د اوبو بحران او د معیشت ګواښ
بادغیس، چې د افغانستان یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، اوس مهال د سختې وچکالۍ لاندې دی. پسته، هغه محصول چې د زرګونو کورنیو اقتصاد او هویت ور سره تړلی، اوس وچ شوی او حاصل یې په شدیده توګه کم شوی دی. د بڼوالانو لپاره، دا بحران یوازې اقتصادي نه دی؛ د اوبو کمښت د ورځني ژوند، د څښاک د اوبو برابرولو او د کورنیو د خوړو امنیت هم له ګواښ سره مخ کړی دی. وچکالي د هغو خلکو کیسه کوي چې ژوند او هیلې یې د هر پستې ونې سره تړلي دي.
د بادغیس ولایت د ابکمرې ولسوالۍ د «دهستان» سیمې بڼوال شاکرالله په شپږ جریب ځمکه کې شاوخوا ۵۳۰ د پستې ونې کرلي دي، چې درې کاله کېږي حاصل ورکوي. هغه وايي، د پستې په بڼوالۍ کې ورسره د تېرې جمهوري حکومت پرمهال د کرنې ریاست په همکارۍ د یوې موسسې له لارې مرسته شوې وه، خو وروسته یې ټول کارونه پخپله ترسره کړل.
شاکرالله د وروستیو کلونو د اقلیمي بدلونونو او بارانونو کمښت ته اشاره کوي چې حاصلات یې تر نیمایي کم کړي دي: «د اوبو نشتون له امله د پستې حاصلات د تېرو کلونو په پرتله نیمایي راکم شوي، هغه څاهګانې چې مو کيندلې وې وچې شوې دي. د پستې ونې له لومړي کال څخه تر څلورم کال پورې زیاتې اوبه ته اړتیا لري، په ژمي او د پیوند کولو پر مهال اوبه ضروري دي تر څو ونې ښه وده وکړي او پیوند واخلي.»
هغه وايي چې پخوا د پستې له لارې یې د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې په اسانۍ پوره کولای شوې، خو اوس د وچکالۍ له امله وضعیت بدل شوی: «وچکالي دومره شدید ده چې زیاتره ونې وچې شوې او پاتې ونې هم کافي محصول نه ورکوي. دلته ډېری خلک په باغدارۍ بوخت دي چې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي، خو اوس چې وچکالي د پستې ونې خرابې کړې او حاصلات یې کم شوي، ټول باغداران اندېښمن دي ځکه بله د عاید سرچینه نه لري.»
د بادغیس د «دره بوم» ولسوالۍ بڼوال، ګلحبیب، وايي د پستې باغونه، چې د خلکو د ژوند یوه مهمه برخه ده، په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ او د اوبو کمښت له امله شدید کمښت او د ودې ټیټوالی تجربه کړي او حاصلات یې په زیات اندازه کم شوي دي. هغه ټینګار کوي چې کلونه تجربه لري، خو اوس زیاتره ونې وچې شوې او حاصل یې کم شوی دی.
ګلحبیب وایي: «باران، واوره، پاکه هوا او په وخت اوبه د پستې د باغ لپاره حیاتي اهمیت لري، خو په دې کلونو کې نه کافي بارانونه شوي او نه اوبه، چې مستقیم د حاصلاتو کمښت لامل شوي دي.»
هغه د فرعي کانالونو، ویالو او چکډېمونو نشتون، د منظم اوبه رسونې سیسټم نشتون او د بڼوالۍ اړوند وسایلو کمښت د نورو مهمو ستونزو په توګه یادوي: «هغه وسایل چې د پستې د حاصلاتو په وخت کې کارېږي، شتون نه لري. که منظم د اوبو رسونې سیستم وای، نو د اوبو د کمښت ستونزه هم حل کېدای شوه، خو نورې ستونزې هم ډېرې دي.»
ګلحبیب زیاتوي چې د بڼ جوړول، اوبه رسونه او د فصل ټولول لا هم په دودیزه بڼه ترسره کېږي او د عصري مدیریت او وسایلو نشتون یې کار نور هم ستونزمن کړی دی: «هر کال په همدې ډول مخ پر وړاندې ځو، خو وچکالي او د اوبو کمښت دومره شدید شوې چې حتی زموږ څو کلنه تجربه او هڅه هم نشي کولی کافي محصول تولید کړي.»
د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ بڼوال، طاهر شاه، په جوړ شوي ۱۵ جریبه بڼ کې د پستې په ګډون د مېوه لرونکو ونو بېلابېل ډولونه کرلي او له تېرو لسو کلونو راهیسې یې پالنه کوي. هغه وایي چې سږ کال د اوبو کمښت او د فصل د ټولولو پر مهال بې وخته بارانونو د باغ حاصلات اغېزمن کړي دي.
طاهر شاه زیاتوي: «سږ کال وچکالي دومره زیاته ده چې زیاتره ونې پر نباتي ناروغۍ اخته شوي، وچې شوې او حاصل یې هم کم شوی دی. مالي زیان مو زیات لیدلی، او که راتلونکی کال هم دا ستونزه موجوده وي، مجبور یم له بڼوالۍ لاس واخلم او بل کاروبار ته مخه کړم.»
هغه همدارنګه بې وخته بارانونه د فصل د ټولولو پر مهال د رطوبت د زیاتوالي سبب بولي، چې مېوې، په ځانګړې توګه پستې، خرابوي. طاهر شاه ټینګار کوي: «د بڼوالو د بد قسمتۍ له امله بارانونه داسې مهال کېږي چې د حاصل لرونکو ونو لپاره ګټور نه وي. که له بڼوالو سره مرسته وشي، ستونزې کمېدای شي، خو که همکاري ونشي، موږ مجبور یو له بڼوالۍ لاس واخلو. غوښتنه کوو چې د بڼوالو ملاتړ وشي.»
مهندس الله یار کاموي، د کرنې کارپوه، د عصري میتودونو د کارونې او د باغدارانو د پوهې لوړولو ټینګار کوي: «ډېرې مرستې یوازې د باغونو جوړښت بدل کړی، خو د باغدارانو د فکري او علمي بدلون لپاره کار نه دی شوی. افغانستان د وچکالۍ سره مخ دی او ډېر باغونه زیانمن شوي دي. اړینه ده چې باغدارانو ته وښودل شي چې څنګه د لږو اوبو سره زیات محصول ترلاسه کړي او په هر پړاو کې له تولید ګټه واخلي. عامه پوهاوی او عصري وسایل حیاتي دي.»
کارپوهان ټینګار کوي چې پسته یوازې اقتصادي ارزښت نه لري، بلکه د خلکو د هویت برخه ده. باغونه په سیمهییز اقتصاد او د کار زمینو په جوړولو کې مهم رول لري.