د څښاک پاکو اوبو کمښت؛ خلک له تندې ځوریږي

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت د شکایت ترڅنګ وايي چې هر کال د دوبي په موسم کې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ کېږي.
د خلکو په خبره په ښاري او اطرافي سیمو کې د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه هم ټيټه شوې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ارزګان د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد میران وایې، د څلورم پرلهپسې کال لپاره د وچکالۍ دوام لامل شوی چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ شي.
د هغه په خبره دې ولسوالۍ کې د اوبو کچې ټيټېدو له امله ډېری څاهګانې، کاریزونه او چینې چې خلکو به د څښاک اوبو لپاره ترې ګټه اخیستله، وچې شوې دي.
محمد میران زیاته کړه: «د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت لاسرسی نه لري ځکه څو کلونه کیږي چې وچکالي ده او له همدې امله د ځمکې لاندې د اوبو سطحه هم ټېټه شوې چې له ۸۰ تر ۱۰۰ مترو پورې هم اوبه نه راوځي خلک له زیات کړاو سره مخ دي.»
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۰ کلن عبدالمتین هم ورته شکایت کوي او وایې، په دې وروستیو کې د زیاتې وچکالۍ او څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له امله د دغې ولسوالۍ زیاتره اوسېدونکي نورو سیمو ته کډه شوي دي.
د هغه په خبره د وچکالۍ له کبله د اوبو کمښت ستونزې د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې او دغه راز د وچکالي له امله په یادې ولسوالۍ کې د باغونو یوازې وچ بوټي پاتې دي.
نوموړی زیاتوي چې د لمرېزې برښنا په وسیله له ژورو څاهګانو د اوبو را اېستلو له کبله د اوبو کچه ټیټه شوې او زیاتره څاهګانې او کارېزونه وچ شوي دي.
عبدالمتین زیاتوي: «د وروستیو کلونو وچکالي مونږ په عمر کې نه وه لېدلې، زیاتره خلک نورو سیمو ته چې اوبه یې زیاتې لرې کوچېدلي ځکه دلته د څښاک اوبه په سختۍ پيدا کیږي نو د کرنې او باغدارۍ لپاره خو بیخي کمې دي زیاتره باغونه د اوبو د کموالي له امله وچ شوي.»
هغه اندېښمن دی که په خپل سر د تر ځمکې لاندې اوبو د کارولو مخه ونه نیول شي، راتلونکي کې به د څښاک اوبو ته د خلکو لاسرسی نور هم سخت شي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي هم د څښاک پاکو اوبو له کمښت څخه اندېښنه ښيي او وايي، د څښاک اوبو ته لاسرسی نهلري.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی غلام سرور هره ورځ د څښاک پاکو اوبو راوړلو لپاره نږدې دوه کېلو مټره پلی مزل کوي او بیا د کراچۍ په وسیله کور ته اوبه راوړي.
د هغه په وینا له یوې خوا یې کاریزونه او څاهګانې وچ شوي او بلهخوا وروستیو سېلابونو هم زیانمن کړي او همدا لامل دی چې خلک اوس له لرو ځایونو د څښاک اوبه راوړي.
غلام سرور زیاتوي: «په څاه ګانو کې اوبه وچې شوي هره ورځ د ځمکې لاندې د اوبو کچه په ټېټېدو ده او همدا لامل دی، چې زه ورځ سهار او مازدیګر د کراچۍ په وسیله له دوه کېلو مټره لرې ځای خپلې کورنۍته اوبه راوړم دا ډېره سخته ده او د زیاتره کورنیو له وسې هم پورته ده.
په همدې حال کې د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې اوبو ته د لاسرسي مسله د یوې مهمې ننګونې په توګه معرفي کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې ۳۳ میلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې استازو ویلي چې په افغانستان کې اوبو ته د لاسرسي ننګونه د خلکو پر روغتیا، د خوړو خوندیتوب او اقتصادي ودې مستقیمې اغېزې لري.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی و چې د چټک ښاري کېدو او د اقلیمي بدلون له امله، د کابل تر ځمکې لاندې اوبه ممکن تر ۲۰۳۰ پورې ختمې شي.