افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه او ۷ نور ژوبل شوي

افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه او ۷ نور ژوبل شوي
Photo: RM Media

د افغانستان په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ کسان مړه شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

 بیړنیو پېښو ته د رسېدو چارو وزارت لپاره طالب ویاند ویاند شفېع‌الله رحیمي وایې، په فراه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون  ۲۱ کسان د سیلابونو له کبله مړه شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره دا کسان د درېیو کورنیو غړي دي چې سیلابونو قرباني کړي دي.

د نوموړي په خبره دغه راز د هلمند په موسی کلا او ګرشک ولسوالیو کې هم سیلابونو د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان مړه کړي دي.

رحیمي زیاته کړه چې په ورته مهال یادو سیلابونو په کندهار کې هم ۷ کسان مړه کړي او درې یې نور ژوبل شوي دي او دغه راز پلې لارې، سړکونه، کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورنه تخریب شوي دي.

په همدې حال کې سیلاب ځپلې کورنۍ وايي چې درنو اورښتونو او ږلۍ نه یوازې پراخ مالي زیانونه اړولي، بلکې کرنیز فصلونه یې هم سخت زیانمن کړي دي.

د فراه اوسېدونکی عتیق الله چې سېلاب یې کور ویجاړ کړی شکایت کوي، چې حکومت او مرستندویه بنسټونه د خلکو ژغورلو لپاره پر وخت نه لاس‌ په کار کېږي او سېلاب‌ځپلیو ته د خوراکي توکو او د اوسېدو لنډمهالی ځای نه برابروي.

عتیق الله زیاتوي:«سیلابونو په فراه کې خلکو ته پراخه مالي او ځاني زیانونه اړولي د خلکو کورنه ویجاړ شوي، خو تراوسه هیڅ مرسته نه ده شوې او خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي.»

د هلمند اوسېدونکی عبدالظاهر وايي چې سېلاب‌ځپلیو ته د بېړنیو او لازمو مرستو په نه رسېدو سره خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

عبدالظاهر زیاته کړه:«هلمند کې سیلاب ځپلې کورنۍ د سرپناه هیڅ نه لري او له تېرې ورځې راهېسې د مرستو په انتظار دي، حکومت او مرستندویه بنسټونو په کار ده چې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.»

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې کارپوه محمد سلیم وايي، اقلیمي بدلون او سېلابونه د نړۍ، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ستر ګواښ دی.

د نوموړي په وینا، زلزله، ځمک‌ښویېدنه، سېلابونه او وچکالي د اقلیم اړوند پېښې دي او اوس د نړۍ په کچه د ځمکې تودوخه د اقلیمي بدلون لامل شوي دي.

محمد سلیم زیاته کړه:«افغانستان او د نړۍ نور هیوادونو د اقلیمي بدلون له کبله د سیلابونو، زلزلو او نورو طبیعي افتونو له ګواښ سره مخ دي، نو نړیوال باید افغانستا په دې برخه کې له پام ونه غورځوي.»

بلخوا د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د يادونې ده چې هر کال په پسرلي کې د افغانستان بېلابېل ولايتونه د سېلابونو شاهدان وي او ډېری وخت خلکو ته ځاني او مالي زيانونه هم اړوي.