د ننګرهار د نارنج ګل جشن
1. د ننګرهار د نارنج ګل جشن
معمولاً ګلان د پسرلي په راتګ خپلې غوټۍ پرانیزي، خو د ننګرهار د نارنجو ښکلا بېمثاله ده. دا ګل، چې د وطن په غېږ کې راټوکېږي، خوږبویه نسیمونه خپروي، او لارې، کوڅې، باغونه او د ښار فضا هم له خوږبویو ډکه شي.
په شنو ونو کې سپین ګلان داسې نښتي وي، لکه سپینې مچۍ چې د شاتو خوږې کڅوړې پرانیزي. دا یوه طبیعي ننداره ده، چې هر کال د ننګرهار د پسرلي زېری راوړي.
ننګرهار د نارنج ګل مشهور دی، او هر کال د همدې ګل د وږمو په فضا کې یوه ادبي مشاعره او کلتوري د (نارنج ګل) په نوم مېله جوړیږي. دغه محفل نه یوازې د شاعرانو، لیکوالانو او مینهوالو لپاره یو جشن دی، بلکې د ننګرهار د فرهنګي هویت نښه هم ګڼل کېږي.
په همدې بڼه، په نورو ولایتونو کې هم ورته مشاعرې او مېلې دود موندلی: د خوست چنار، د زابل د بادام ګل، د میدان وردګو د مڼې ګل، د شمالي ولایتونو رېدي ګل، د کندهار انار ګل، او د کونړ د سیند پر غاړو جوړېدونکې مشاعره، ټولې له دې ښکلي دود څخه الهام اخلي.
د ننګرهار اقلیمي شرایط د نارنج د کرنې لپاره ډېر مناسب دي، له همدې امله دلته د نارنجو باغونه پراخ دي، او دا ګل د دې ولایت له ارزښتناکو طبیعي او فرهنګي شتمنیو څخه ګڼل کېږي.