یونیسف: ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دي

یونیسف: ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دي

ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، ۴۰۰ زره نورې نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوې دي.
یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دې شمېر سره د هغو افغان نجونو شمېر چې په منځیو او لېسو کې له زده کړو بې برخې دي، دوه میلیونه او ۲۰۰ زرو ته رسېږي.

یاد سازمان د طالبانو لخوا پر نجونو د زده کړو بندیز ته اندېښمن دی او زیاته کړې یې ده، که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، تر څلور میلیونه ډېرې نجونې به د لومړنیو زده کړو له حقه محرومې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ټینګار کړی چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د دغه هېواد پر روغتیا، اقتصاد، او راتلونکي منفي اغېز کوي او د نجونو د اجباري ودونو کچه لوړوي.

یونیسف د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونه لرې کړي.

له دې څه موده وړاندې، یونسکو هم د نجونو پر زده کړو بندیز ته د اندېښنې په څرګندولو ویلي و، چې ښوونه او روزنه باید لومړیتوب شي، څو په هره برخه کې پرمختګ ته لاره هواره شي.

دا داسې مهال دی چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.

افغان نجونې زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې هم د طالبانو له مسؤلینو غواړي چې نجونو ته اجازه ورکړي، څو بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي.

په ورته وخت کې، یو شمېر ټولن‌پوهان باور لري، هرڅومره چې پر خلکو محدودیتونه ډېر شي، په هماغه اندازه د بدیل لارو موندلو هڅه هم کېږي.