د بخښنې نړیوال سازمان ویلي افغان ښځې له سخت حالت تیریږي

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي افغان ښځې له سخت حالت تیریږي
Photo: Voice of America (VOA)

د بخښنې نړیوال سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د نړیوال کمپاین په لړ کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې ویلي چې، افغان ښځې او نجونې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې له زیات تاوتریخوالي او زور زیاتيو سره مخ دي او باید ملاتړ یې وشي.

خبرپاڼې زیاته کړې له تېرو درېیو کلونو راهیسې افغان ښځې او نجونې له زده کړو او کار بې برخې شوي خو له دې ټولو ننګونو سره سره یې بیا هم خپله مبارزه ګړندۍ ساتلې ده.

خبرپاڼه کې پر نړیوالې ټولنې هم غږ شوی څو د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې، د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او دغه راز د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونو او زور زیاتی پای ته ورسوي.

له دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو سازمانونو له طالبانو غوښتي و، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او پر دوی وضعه شوي محدودیتونه دې پای ته ورسوي، خو طالبانو له دې هر څه سره سره بیا هم پر ښځو محدودیتونه زیات کړي او دا حالت ورځ تربلې ترینګلی کیږي.