طالبانو په بدخشان کې ۱۰۰کسان د کوکنارو د کر کېلې په تړاو نیولي
په بدخشان د طالبانو سیمه ییز چارواکو خبر ورکړی چې، د دغه ولایت په مربوطاتو کې یې له ۱۰۰ زیات کسان د کوکنارو د کښت په تړاو نیول شوي دي.
د بدخشان لپاره د طالبانو له امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کسان یې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیولي او دا مهال په امنیه قومندانۍ کې بندیان دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې نیول شوي کسان به له څیړنو وروسته د بدخشان ابتدائیه محکمې ته ورپېژندل شي.
په همدې حال کې ځایي خلک د طالبانو دې اقدام ناهیلې کړي او ویلي یي دي، چې طالبانو پرې د ژوند کړۍ راتنګه کړې او په یوه او بله بهانه د دغه ولایت اوسیدنکي نیسي او بیا یې بندیانوي.
که څه هم طالب چارواکي وایې، چې په هیواد کې یې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې خو له دې سره سره بیا هم د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی دی.