په ننګرهار او لغمان کې طالبانو د موسیقۍ غږولو په تور ۱۳ کسان نیولي دي

په ننګرهار او لغمان کې طالبانو د موسیقۍ غږولو په تور ۱۳ کسان نیولي دي
Image: RM Media

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې، د دغه ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې طالبانو د موسیقۍ غږولو په تور ۱۳ ځونان نیولي دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې تېره شپه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو د یو واده مراسمو ته ورغلي او هلته یې د موسیقۍ غږولو په تور پنځه کسان نیولي دي.

د سرچینې په خبره په سیمه کې د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ جنجال هم رامنځته شوې و، چې طالبانو پر همدې مهال پر عامو خلکو هوایي ډزې کړي خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا لغمان کې محلي سرچینو ویلي چې، د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر محتسبینو د واده مراسمو پرمهال ۸ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.

سرچینو ویلي چې په نیول شویو کسانو د واده د کورنۍ دوه غړي هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده طالبانو په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز وضع کړی دی او وايي چې موسیقي ځوانان بې لارې کوي. 

 په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته، طالبانو په تلویزیونو او نورو ځایونو کې د موسیقۍ پر غږولو بندیز وضع کړی او متخلفینو ته یې سزاګانې هم ټاکلي دي.