ایران کې د یو افغان په ګډون درې کسان اعدام شوي
په ایران کې دحال وش په نامه د بشري یو بنسټ خبر ورکړی چې، د ایران حکومت د یو افغان ځوان په ګډون درې کسان اعدام کړي دي.
د یاد بنسټ څخه(یک شنبه،۱۱د لېندۍ)په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یاد کسان د ایران په«یزد»زندان کې اعدام شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې یادو کسانو ته د قتل او د مخدره موادو اړوندو جرمونو په تور د اعدام سزا تېره پنجشنبه اجرا شوې ده.
په همدې حال کې فراه کې ځایي سرچینو ویلي چې، په ایران کې اعدام شوی ځوان اسمعیل بارکزی نومیږي او په اصل د فراه ولایت اوسیدونکی دی.
د نړیوالو بنسټونو د مالوماتو پر اساس سږکال یوازې په اکتوبر میاشت کې د ایران په مختلفو زندانونو کې د ۱۳ افغانانو په ګډو ۱۶۶ کسان اعدام شوي دي.
که څه هم نړیوالو په څو ځلي له ایراني حکومت د اعدامونو د لړۍ د دریدو غوښتنه کړې، خو له دې هر څه سره سره بیا هم په دغه هیواد کې د تېر په پرتله د اعدامونو لړۍ چټکه شوې ده.