د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ د خوراکي او نورو اړینو توکو بیې لوړې شوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ د خوراکي او نورو اړینو توکو بیې لوړې شوې
Photo: RM Media

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ له امله د افغانستان په پلازمېنې کابل او نورو ښارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د کابل اوسېدونکی خالد چې ښار ته د توکو د اخیستو په موخه راغلی وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د وړمې اوونۍ په پرتله د اوړو، مایع غوړیو، بورې، تېل، ګازو او ځینو نورو توکو بیې لوړې شوي دي.

هغه وایي: «دوه اوونۍ وړاندې مې خوراکي توکي اخیستي وو، خو بیه یې دومره لوړه نه وه، خو اوس د هر څیز په بیه کې تر له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ لوړوالی راغلی چې له امله یې بېوزله وګړي له زیاتو ستونزو سره مخ شوي.»

 د جلال اباد ښار اوسېدونکی شاه محمود هم ورته شکایت کوي او وایې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ناندریو او د تورخم، سپین بولدک، غلام خان بندر او نورو ټرانزیټي لارو د تړل کېدو له امله نه یوازې لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي، بلکې په بازارونو کې د تېلو او ګازو بیې هم ختلي دي.

هغه وایي: «مخکې ۱۶ کیلوي غوړي په ۱۴۰۰ افغانۍ و، اوس په ۱۴۷۰ افغانۍ، یوه بوره وړه په ۱۳۸۰ افغانۍ اوس په ۱۴۶۰ افغانۍ، بوره من مخکې په ۳۲۰ افغانۍ اوس په ۳۶۰ افغانۍ او دغه راز د نورو توکو بیې هم لوړې شوې چې خلک یې د اخیستلو توان نه لري.»

موټر چلوونکی سید خالق د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د خوراکي او نورو توکو د نرخونو کنټرول لپاره هیڅ نه دي شوي او که په بازارونو کې د توکو د نرخونو د بې ثباتۍ مخه ونه نیول شي بېوزله وګړي به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

هغه وایي: «د خوراکي توکو سره سره د تېلو او ګازو بیې هم ختلې دي، دوه اوونۍ وړاندې ګاز کیلو په ۴۵ افغانۍ و خو اوس په ۶۰ افغانۍ دی، پټرول ۷۵ افغانۍ څخه ۸۸ افغانیو ته لوړ شوي او دغه راز ډیزل له ۶۶ افغانیو ۷۵ افغانیو ته ختلي دي چې هیڅ مزدوري نه کېږي.»

 په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه احسان الله حقمل بیا په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل د پاکستان له لوري پر افغانستان د تورخم، سپین بولدک، غلام خان بندر او نورو ټرانزیټي لارو تړل کېدل بولي.

نوموړی د ټرانزیټي لارو نه پرانیستل کېدو او د طالبانو او افغانستان ترمنځ کړکېچ ته په اشارې سره وایي، چې دې مسئلې نه یوازې عام وګړي بلکې سوداګر هم له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په خبره له پاکستان ۸۰ سلنه وارداتي توکي خوراکي هغه وو چې د پاکستان له لوري د يادو ټرانزیټي لارو افغانستان ته واردېدل خو اوس دا چاره په ټپه درېدلې ده 

هغه وایي: «د تورخم، سپین بولدک، غلام خان بندر لارو په بندېدو سره سملاسي ډول د توکو بیې په بازارونو کې لوړې شوې، که چېرې دا لارې خلاصې نه شي نو ممکن په بازارونو کې د ځېنو توکو له کمښت سره مخ شو، په کار ده چې یادې لارې خلاصې شې او سوداګري له سیاست جدا شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم، سپین بولدک، غلام خان بندر لارې له تېرې یوې اوونۍ راهیسي د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته تړل شوې دي.