بغلان کې ناپېژنده وسله والو ۱۰ لمونځکوونکي وژلي
د بغلان سیمه ییز چارواکو تائید کړې چې د دغه ولایت د نهرین ولسوالي په زاړه ښار کې ناپېژنده وسله والو پر ذکرکوونکو برید کړی چې پرمهال یې لس کسان په ډزو وژل شوي دي.
د بغلان لپاره د طالبانو د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني وايي، دغه برید د پنجشنبې په شپه د لېندۍ لومړۍ د نهرین ولسوالۍ کې د« سیدپاچا اغا سادات» په زیارت کې پر ذکر کوونکو شوی چې لس کسان یې وژلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې پولیس پر وخت د پېښې سیمې ته رسېدلي او د دغه برید په تړاو یې څو تورن کسان نیولي او د پېښې په اړه یې ترې څېړنې پیل کړي دي.
بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنټ د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ په يوه عبادتځای کې د اهل تصوف پر لمونځ کوونکو د بريد په غبرګون کې ويلي، چې مذهبي اقليتونه په افغا نستان کې لا هم له جدي خطر سره مخ دي.
بېنټ د دې بريد په ترڅ کې د ۱۰ کسانو وژل کېدل د خواشينۍ وړ بللي او د هغو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.
تراوسه کوم چا یا وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.