طالبانو د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې محلي ښوونځي بند کړي

طالبانو د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې محلي ښوونځي بند کړي
Photo: Spokesperson of Nangarhar Education Department Social Media Page
طالبانو د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې محلي ښوونځي بند کړي
طالبانو د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې محلي ښوونځي بند کړي

یو شمیر سرچینو ویلي چې طالبانو د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې هغه محلي ښوونځي تړلي چې د مرستندویه موسساتو په مرسته یې فعالیت کاوه.

د سرچینو د مالوماتو له مخې طالبانو دغه ښوونځي په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې د ځایي طالب مسوولانو له لوري د پوهنې د وزارت د امر پر اساس تړل شوي دي.

د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې یونېسف په ګډون یوشمېر نورو نړیوالو مؤسسو سلګونه سیمه ‌يیز ښوونځي تمویلول.

تراوسه د طالبانو پوهنې وزارت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر مخې د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي حبیب‌الله اغا په خوست ولایت کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې، وزارت یې تر شپږم ټولګي پورې د نوي تعلیمي نصاب کار بشپړ کړی دی.

د هغه په خبره په نوي تعلیمي نصاب کې دیني برخه بډایه شوې او د تاریخ په کتابونو کې د نړیوالو شخصیتونو پر ځای د افغان اتلانو پېژندنې ته پام زیات شوی دی.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، طالبانو په نوي نصاب کې د افغانستان د تاریخ د ځینو مشرانو لکه غازي امان‌الله خان په اړه معلومات حذف کړي او په نصاب کې یې دیني برخه دومره زیاته کړې چې د مدرسې او ښوونځي توپیر په ګرانه شي.

خو لاتراوسه مالومه نه ده چې په رښتیا هم په نصاب کې په دومره لویه کچه تغیرات راوستل شوي که څنګه چې دا به د نوي نصاب له پلي کیدو وروسته مالومه شي.