افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت د یوناما اندېښنه

افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت د یوناما اندېښنه
Image: RM Media

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په دغه هیواد کې د رسنیو پر اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د یاد سازمان(سه شنبه،د لېندۍ۶مه)د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او نورو رسنیزو ادارو روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې د دوی پر وړاندې ننګونې ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.

په راپور کې ویل شوي چې مالوماتو ته د خبریالانو لاسرسی سخت شوی خو له دې هر څه سره سره بیا هم دوی رسنیزې چارې پر مخ بیایي.

د یوناما راپور چې د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهیسې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې موده رانغاړي د راټولو شویو مالوماتو پر بنسټ ویل شوي چې، خبریالان او په ځانګړي ډول د رسنیو ښځینه کارکوونکې له زیاتو بندیزونو او تبعیضي چلند سره مخامخ دي، چې د مسلکي کار پر مهال د دوی وړتیاوې اغېزمنوي.

په راپور کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې مستندې شوي، چې د خپل‌سرو نیونو او توقیفونو ۲۵۶، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښونو او وېرونو ۷۵ موارد په‌کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې افغانستان د خبریالانو ملاتړ مرکز هم په دغه هیواد کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې د تېر یو کال په موده کې د لسګونه نورو رسنیو سربېره ۱۲ تلویزیوني شبکو فعالیت درولی دی.

یادې ادارې ویلي و، چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو له لوري محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي چې دا حالت یې خواشینونکی بللی و.

طالبانو په دې وروستیو کې پر رسنیو محدودیتونه زیات کړي، چې په کندهار، ننګرهار، هلمند، بادغیس، هرات، تخار او ځینو نورو ولایتونو کې یې خپل سیمه ییز چارواکي له انځوریزو رسینو سره له مرکې هم منع کړي دي.