طالبانو په پکتیکا کې یو کس په درو وهلی
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې یې یو کس د نامشروع اړیکو لرلو په تورعام محضر کې په درو وهلی دی.
د سترې محکمې څخه(سه شنبه،۶د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کس یې تېره ورځ په یحیی خېلو ولسوالۍ کې مجازات کړی دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یاد کس ته ۲۱ دورې سزا ورکړل شوې او دغه راز په شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې تورن کس ته د پکتیکا د ابتدایه محکمې له حکم وروسته سزا ورکړل شوې ده.
د سترې محکمې د مالوماتو پر اساس طالبانو په تېره یوه میاشت کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ښځو او نارینه وو په ګډون له ۹۰ زیات کسان عام محضر کې په درو وهلي او یو کس یې اعدام کړی دی.
نړیوالو بنسټونو له طالبانو په څو ځلي غوښتي چې عام محضر کې دې، د خلکو له مجازات کولو لاس واخلي خو د دې هر څه سره سره لاهم طالبانو دا لړۍ جاري ساتلې ده.
دبشري حقونو نړيوال سازمانونه جسمي مجازات او د تورنو کسانو اعدام د نړيوالو قوانينو او انساني کرامت خلاف عمل بولي او د بندولو غوښتنه کوي.