پنجشېر کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر په خپرولو بندیز ولګېد

د افغانستان د خبریالان مرکز وایې چې پنجشېر کې د طالبانو ولایتي چارواکو رسنیو ته امر کړی، چې د ساکښو انځور (ژوندیو موجوداتو) اخیستل او خپرول بند کړي.
یاد مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې حکم پلي کېدو لپاره د ځانګړو کمېسیونو پر جوړېدو هم ټینګار شوی او هغو کسانو سره یې د قانوني چلند امر هم کړی چې له دغه بندیز سرغړونه کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اړه جدي اندېښنه ښودلې او د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو یې د یادې لړۍ د منفي پایلو خبرداری ورکړی دی.
دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو پر بندیز له سره غور وکړي او تر دې دمه هغه رسنیز مقررات چې د افغانستان رسنیو له قانون سره په ټکر کې دي، لغوه کړي.
له دې سره د هغو ولایتونو شمېر ۱۸ ته رسېږي چې طالبانو پکې د ژوندیو موجوداتو پر انځور اخیستلو او خپرولو بندیز لګولی دی.
طالبان په ولایتونو کې د رسنیو له خوا د ساکښو پر انځور خپرولو داسې مهال بندیزونو لړۍ پراخوي
چې د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د خبریالانو نیولو، شکنجه کولو، پر سنیو محدودیت لګولو او د بیان آزادۍ پرله پسې ځپلو ته ادامه ورکړې.
د بښنې نړیوال سازمان دغه راز ویلي، له هغې ورځې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د ګڼو رسنیو فعالیتونه یې له دې امله بند کړي چې د دوی له پالیسیو او کړنلارو یې نیوکه کړې وه.