د طالبانو له لوري د ښځو د نیونو څپه؛ په کابل کې ګڼ شمېر نجونې د حجاب د نه رعایت له امله نیول شوي

ځایي سرچینې وایې چې د طالبانو امربالمعروف محتسبینو په کابل کې د حجاب د نه مراعات کولو په پلمه یو وار بیا ګڼ شمېر ښځې نیولي دي.
سرچینې وایې چې د امربالمعروف محتسبینو د کابل په دشتې برچي، قلعه نو او د ښار په نورو سیمو کې د نجونو او ښځو د نیولو لړۍ چټکه کړې، چې تازه یې په برچي سیمه کې لسګونه ښځې د حجاب نه رعایت په پلمه نیولي او له ځان سره یې بېولي دي.
د سرچینې په خبره په دې وروستیو څو اوونیو کې د ښځو د نیولو لړۍ تربل هر وخت چټکه شوې او پر ښځو یې د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده. او طالبانو غواړي ښځې له خپل ټولنیز حضور څخه محرومې، د دوی غږ پټ او د بدن هره برخه یې تر پردې لاندې راولي.
سرچینه زیاتوي اوسمهال ښځې په ډاډه زړه له کوره بهر او په ځانګړي ډول بازار ته د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه نشي تللی، ځکه په لارو او کوڅو کې د طالبانو له لوري نیول کیږي.
له دې یوه اوونۍ وړاندې هم طالبانو د کابل په شهر نو او نور سیمو کې ګڼ شمېر ښځې نیولې وې، چې ځېنې له زندان په ضمانت له زندان خوشې شوي او ځېنې یې بندیانې دي.
بلخو د بشري حقونو څار سازمان ویلي، چې طالبانو د جولای له ۱۶مې نېټې راهیسې په کابل کې لسګونه نجونې یوازې د دې لپاره نیولې دي چې ګواکي له حجاب څخه سرغړونه یې کړې.
سازمان زیاته کړې چې دا نیونې د طالبانو لهخوا د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د هغه قانون دوام دی، چې د تېر کال په اګست کې نافذ شوی و.
د بشري حقونو د څار سازمان له افغان ښخو سره د طالبانو دا ډول چلندونه د جنسیتي توپیر څرګنده بېلګه بللې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره دا عمل د جرم په توګه وپېژني او لازم اقدامات وکړي.