یونیسف: پولیو لا هم په افغانستان کې په سیمهییز ډول فعال دی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې پولیو په کې په سیمهییز ډول فعال دی.
یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د واکسین کمپاینونه او د معافیت خدمتونه د دې ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول لري.
خبرپاڼه کې دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د برېښنا کمښت د واکسینونو سړو خونو او د روغتیايي مرکزونو فعالیت ته ګواښ جوړوي.
خبرپاڼې زیاته کړې نوموړی یونیسف د ملک سلمان له خیریه بنسټ سره په همکارۍ واکسینونو ته د لا ښه لاسرسي لپاره د افغانستان مرکزونو د برېښنا په ټینګښت کې پانګونه کوي.
د راپور پر بنسټ، دې همکارۍ د ۱۲ ولایتونو په روغتونونو کې د ۱۳ جنراتورونو د چمتوکولو او ځای پر ځای کولو زمینه برابره کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو پر اساس د ۲۰۲۴ کال پرمهال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.