طالبانو په یوه ورځ ۴ کسان قصاص کړل

طالبانو په یوه ورځ ۴ کسان قصاص کړل
Photo: khaama press

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په یوه ورځ یې په فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې ۴ تنه په عام محضر کې د قتل په تور قصاص کړي دي. 

د یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بادغیس ولایت کې دوه تنه او په فراه او نیمروز کې یو یو تن اعدام شوي او د «قصاص» حکم پرې تطبیق شوی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې یاد کسان د قتل په تور نیول شوي وو او د اعدام پرېکړه یې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله له لوري تأیید شوې ده. 

ویل شوي چې پر دغو کسانو د قصاص حکم د تطبیق پرمهال د طالبانو د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په ګډون ګڼ شمېر چارواکو او ولسي خلکو حضور درلود.

په فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې په دغو کسانو داسې مهال د قصاص حکم اجرا کیږي چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بېلابېلو ادارو د طالبانو له حکومته غوښتي چې په عام محضر کې دغه ډول سزاوې و دروي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم طالبانو په پکتیا، جوزجان، فراه او غزني ولایتونو کې یو شمېر کسان د قتل په تور قصاس شوي وو.