یونیسکو: په تېرو څلور کلونو کې ۸۰ سلنه افغان ښځینه خبریالانې بې دندې شوې

د ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان وایې، طالبانو په تېره څلور کلنه واکمنۍ کې پر ښځو د زده کړو او نورو محدودیتونو سربېره په رسنیو کې هم له کار کولو منعه کړي چې له امله یې ۸۰ سلنه د رسنیو ښځينه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
یونیسکو ویلي چې په یاده موده کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې بېبرخلیکه وضعیت، وېرې، اقتصادي ستونزو او خفګان سره مخ شوي او هغه ښځو چې پخوا یې بېلابېلو رسنیو سره کار کوه، د طالبانو په راتګ سره اړ شوي چې په کور کښني.
بل خوا د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو په تېره څلور کلنه واکمنۍ کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹ پېښې ثبت شوې.
په راپور کې راغلي چې د ثبت شویو ۵۳۹ پېښو له جملې څخه ۲وژل شوي، ۲۰ ټپيان شوي، ۲۵۳ نیول شوي، ۷۹ ګواښل شوي، ۵۱ وهل شوي، ۵۹ خبریالان سره ناقانونه چلند شوی، ۵ خبریالان تښول شوي او پر دوو خبريالانو د وژنې هڅې شوې دي.
د یاد سازمان د پورتنیو شمېرو له جملې څخه ۵۲ ښځينه او ۴۸۷ نارینه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دي چې په کاري ساحه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالې له پېښو سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې پر افغان خبریالانو د ژوند کړۍ راتنګه کړې او په شاوخوا ۱۹ ولایتونو کې یې د ژوندیو موجوداتو په انځور اخیستلو بندېز لګولی او دغه راز یې په ځينو ولایتونو کې یې په رسنیو کې د ښځو پر غږ او د خپرونې پر وړاندې کولو هم محدودیتونه وضعه کړي دي.