په ۲۰۲۵ کال کې پنځه میلیونه افغانان له چاپيریالي خطرونو اغېزمن شوي

په ۲۰۲۵ کال کې پنځه میلیونه افغانان له چاپيریالي خطرونو اغېزمن شوي
Photo: RM Media

 د کډوالۍ نړیوال سازمان وایې چې د روان ۲۰۲۵ میلادي په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې پنځه میلیونه کسان د چاپېریالي خطرونو له امله اغېزمن شوي دي.

یاد سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په روان کال کې یوازې ۷۹ سلنه داخلي بې‌ځایه کېدنې د چاپېریالي ګواښونو له امله رامنځته شوې دي.

راپور زیاته کړې چې د اقلیمي بدلون او طبیعي افتونو له امله د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې ۳۹۶ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

بلخوا د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو او د چاپېریال د وضعیت د خرابېدو په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ګواښونو سره مخ دی.

د یادې ادارې د مالوماتو له مخې چې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان کې کرنه او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ او افغانانو بېړنیو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د مالوماتو پر بنسټ، یمن‌، چاد، افغانستان، سوېلي سوډان او مرکزي افریقا اقلیمي بدلونونو څخه تر ټولو زیانمن هېوادونه بلل شوي دي.