د مطالعې په کتابونو د طالبانو انحصار
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی چې د کابل له کتاب پلورنځیو او له بازارونو ۴۰۰ عنوانه بیلابیلو کتابونه راټول کړي دي.
د یاد وزارت د خپرونو چارو معینیت(چهارشنبه،د لړم۲مه)د یوې خبرپاڼې په خپره ولو سره ویلي چې، دوی ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړي او د راټولولو کمپاین یې له پلازمېنې کابل پیل کړی چې دغه لړۍ به ولايتونو ته هم وغځول شي.
خبرپاڼه کې د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو د چارو سرپرست معین مولوي ضیاالحق حقمل له قوله ویلي چې، تراوسه یې له بازارونو ۴۰۰ عنوانه داسې کتابونه راټول کړي چې په خبره یې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف وو.
حقمل ویلي له کومو کتاب پلورونکو او خپرندویه ټولنو څخه چې دوی کتابونه راټول کړي دي په بدل کې به یې هغوی ته قرانکریمونه او تفسیرونه ورکړي او ورته سپارښتنه شوې چې د هغه کتابونو له پېر او پلور دې ډډه وکړي چې د ملي ارزښتو او اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي.
نوموړي زیاته کړې هغه کتابونه چې نوي چاپ کیږي د دې کار لپاره يې يو کمېسيون جوړ کړی چې هر چاپېدونکی کتاب به ارزوي او له هغه وروسته به ورته د چاپ اجازه ورکوي.
د مالوماتو پر اساس د طالبانو لخوا ډېری منع شوي کتابونه د پاکستان او طالبانو اړيکو، د امان الله خان په څېر نورو ملي څېرو د طالبانو جګړې او د نړيوالو اړيکو په برخه کې د بهرنيو ليکوالانو لخوا خپاره شوي کتابونه دي.
بلخوا د کتاب پلورنځيو مسوولانو ویلي چې د طالبانو د دې کړنې له کبله یې چارې په ټپه دریدلي او له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي په ټولنه کې له مطالعې سره د خلکو علاقه بیخي کمه شوې ده.