سوالګرې ښځې؛ د طالبانو د شکنجې او جنسي ځورونې قربانیان
په کابل یو شمېر سوالګرې ښځې وایي چې طالبان یې د ثبت او بایومتریک کولو په بهانه او د مالي مرستو او خوړو په وعده نیسي او د «اصلاح» په نوم مرکزونو ته انتقال کړي دي.
دغه ښځې وایي چې نه یوازې ژمنې نه دي عملي شوي، بلکې د نیولو پر مهال د بدني شکنجې او جنسي ځورونې ښکار شوي هم دي او طالبان د دوی د ناتوانۍ او فقر څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
زرافشان د دغه سوالګرو له ډلې ده وایې: «کله چې موږ د طالبانو غوښتنې نه منلې، دوی ګواښ کاوه چې میاشتو لپاره به په زندان کې پاتې شې او حتی د وعده شویو مرستو څخه به محروم شو.»
زرافشان، یوه ځوانه ښځه چې د اقتصادي ستونزو له کبله مجبوره شوې د کابل ښار په کوڅو کې سوالګرۍ ته مخه کړي، نوموړې د طالبانو لخوا د جنسي ځورونې ټکان ورکوونکې کیسه لري وایي، طالبان یې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سوال کولو پر مهال سوالګرې ښځې نیسي او د «اصلاح» په نوم مرکز ته یې انتقالوي، چې د زندانونو د چارو د ادارې پورې اړه لري.
«کله چې طالبانو زه او څلور نورې سوالګرې ښځې ونیولو موږ یې یوې مرکز ته بوتلو چې نوم یې “اصلاح” وو. شپې په ۱۲ یا ۲ بجو، طالبان د ښځو د بلاک یا اطاقونو ته راتلل او ښځې یې په نوبت نورو خونو ته بوتلې.»
هغه په ژړغونی غږ وایي چې څو شپې هلته بندي وه؛ په دې موده کې څو ځلې بدني شکنجه شوې او هم د جنسي تجاوز ښکار شوې ده.
زرافشان وایي که ښځو د طالبانو له غوښتنو سرغړونه کوله، هغوی یې شکنجه او ګواښولې چې د غوښتنو نه منلو په صورت کې د میاشتو لپاره به زندان کې پاتې شي او له هر ډول مرستې به محروم شي.
هغه زیاتوي: «په پای کې، موږ په زور او شکنجه مجبوره کړو چې د هغوی غوښتنو ته تسلیم شو.»
نوموړې زیاتوي چې د خوشې کیدو وروسته، د نیولو او بیا ځورونې له ویرې مجبور ده په پټه سوال وکړي:
«زه هیڅ سرپرست نه لرم. په ورځ کې د سوال کولو له لارې د ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو تر منځ پیسې ترلاسه کوم. که ما ونیسي، بیا به هماغه مرکز ته انتقال شم او بیا به شکنجه شم. ویره او وحشت تل زموږ سره وي، خو د ژوند د تېرولو بل لار نه لرم.»
گلمینه، بله سوالګره ښځه چې دوه ځله د طالبانو لخوا د سوال کولو په بهانه د اصلاح مرکز ته لیږل شوې، وایي چې په دې مرکز کې هېڅ ښځه د جنسي ځورونې څخه خوندي نه ده.
«یوه شپه دوه طالبان د ښځو بلاک ته راغلل او په خونو کې ګرځېدل، ویې ویل: “موږ ځوانه او مسته ښځه غواړو چې ورسره کار وکړو.” بیا یې زه او بله ښځه له خونو راوېستلو او ویې ویل: “امیر صاحب درسره کار لري.” موږ یې بلې خونې ته بوتلو او جنسي غوښتنه یې وکړه. کله چې موږ مخالفت وکړ، موږ یې ووهلو او ګواښ یې وکړ که غوښتنه مو ونه منې، خوشې به نه شې. بیا یې په زور موږ باندې جنسي تجاوز وکړ.»
نوموړې زیاتوې چې ځورونه یوازې د طالبانو پورې محدود نه ده، بلکې په ښار کې سوالګرې ښځې او نجونې د خلکو لخوا هم ځورول کېږي:
«کله چې موږ په ښار کې سوال کوو، ځینې خلک زموږ څخه د جنسي غوښتنې کوي او هم طالبان د بایومتریک په بهانه موږ ځوروي. زیاتره ښځې چې په دې مرکز کې بندي کېږي، جنسي تجاوز ورسره کېږي، خو طالبان ګواښ کوي چې که په دې اړه څه ووایو، بیا به زنداني شو او له مرستو به محروم شو.»
په همدې حال کې یو شمېر سوالګرې ښځې شکایت کوي چې طالبانو ثبت او بایومتریک کړي، خو تراوسه یې هیڅ مرستې نه دي ترلاسه کړې.
۴۵ کلنه کامله چې د شپږو لوڼو سرپرستي یې پر غاړه ده، وایي:
«په کور کې هیڅ سرپرست نه لرم او که سوال ونکړم، زما کورنۍ به له لوږې مړه شي. د طالبانو د سره صلیب ادارې زه بایومتریک کړې یم او وعده یې کړې وه چې هره میاشت به خواړه او درې زره افغانی مرسته کوي، خو اته میاشتې تېرې شوې او هېڅ مرسته نه ده شوې.»
هغه زیاتوي چې سوالګرې ښځې پرته له ملاتړ او عاید له سرچینو، مجبوره دي سوال وکړي او هره ورځ د طالبانو ګواښ او محدودیتونو سره مخ دي. ثبت او بایومتریک کول یوازې د کنټرول وسیله ده او کړې ژمنې یې تراوسه نه دي عملي کړې ، په داسې حال کې چې ښځې د ژوند او کورنۍ د اړتیا لپاره په کوڅو کې سوال کولو ته اړې دي.
په همدې حال کې، د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې، د ګارډین ورځپاڼې یوه راپور خپور کړ چې ښيي په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوې سوالګرې ښځې نه یوازې د ثبت او بایومتریک په بهانه نیول شوې، بلکې د طالبانو تر کنټرول لاندې زندانونو کې د شدیده تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. دې ښځو له جنسي تیري، بدني شکنجې، جبري کار او د وژنې ګواښ څخه راپور ورکړی او ویلي یې دي چې ځینې ماشومان هم په دې زندانونو کې د وهل ټکول او ناوړه چلند ښکار شوي دي.