خاموش بحران: د اجباري واده تر سیوري لاندې د افغان نجونو ځان وژنې
په دې راپور کې د افغانستان له دوو مختلفو سیمو د دوو کورنیو کیسې وړاندې کیږي؛ هغه کورنۍ چې د دوی نجونې د اجباري واده، کورني ګواښونو، اقتصادي او ټولنیزو محدودیتونو له فشار لاندې، بل انتخاب نه درلود، او د ژوند پای ته رسولو ته اړې شوې. دواړه کیسې روښانه کوي چې څنګه د ښوونځیو بندیدل، د ښځو محدود رول او د ټولنیزو ملاتړونو له منځه تلل، نجونې د ځان وژنې حالت ته رسوي.
١٨ کلنه تهمینه، د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکې د هغه نجونو له ډلې ده، چې د کورني تاوتریخوالي او اجباري نامزادۍ وروسته تیر کال د ځان سوځونې له لارې خپل ژوند پای ته ورسوه. هغه د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو له امله د زده کړو محرومه پاتې شوه او کورنۍ د هغې له خوښې او رضایت پرته د کاکا زوی ته نامزد کړه؛ د هغې د ورور عیسی خان په وینا دغه پرېکړې د هغې رواني سقوط پیل کړ.
۳۳ کلن عیس خان وایي چې تهمینه په وروستیو میاشتو کې ډېر یواځې شوې وه، لږ خبرې یې کولې او د خپګان څرګند نښې یې درلودې:
«تهمینې څو ځلې راته ویلي و چې د دې نامزادۍ څخه راضي نه ده، خو پلار مې ډېر سخت و او د هغې اعتراض یې نه مانه. په وروستیو میاشتو کې ډېری وخت یوازې والی غوره کړی و، د کورنۍ له غړو یې فاصله نیولې وه.»
د پېښې په ورځ، د هغې ټوله کورنۍ د یو خپلوان د واده مراسمو لپاره تللي وه، او په کور کې یوازې ناروغه مور او تهمینه پاتې وې.
عیسیخان وايي: «تهمینه اشپزخانی ته لاړه، دروازه یې وتړله، یو کوچنی بوشکه تېل یې پر ځان واچاوه او اور یې ورته کړ. مور مې د ناروغۍ له امله ویده وه او هیڅ نه پوهېده. ګاونډیان د چیغو اوریدو سره راغلل، خو تهمینه مړه شوې وه.»
هغه وايي چې د تهمینې مرګ یې پر کورنۍ د خفګان سیوری غوړولی دی:
«پلار مې ځان ملامت بولي او وايي کاش! اجازه مې ورکړې وای چې تهمینې خپله انتخاب کړی وی.مور مې د پېښې له ورځې راهیسې رواني ستونزې لري. د شپې لخوا هیڅ خوب نه لري او کورنۍ مو د پخوا په څېر نه ده.»
د اجباري واده او کورني تاوتریخوالي فشار یوازې یوې سیمې پورې محدود نه دی او ګڼې نورې نجونې هم د افغانستان په مختلفو سیمو کې په ورته حالت کې دي.
۱۶ کلنه مریم، د کونړ له نورګل ولسوالۍ بله قرباني ده چې د اجباري واده او کورني تاوتریخوالي له امله تیر کال د ځان زندۍ کولو له لارې خپل ژوند پای ته ورساوه. مریم دوه کاله مخکې نامزد شوې وه، په داسې حال کې چې نه هغې او نه یې کورنۍ د نوموړي د نامزاد په اړه مالومات نه درلودل، چې هغه پر نشه یي توکو روږدی دی او بله ښځه هم لري.
محمد نعیم، د مریم تره زوی، د پېښې ورځ د خپل ژوند تر ټولو دردوونکي شېبه بولي:
«کله چې د کوټې دروازه مو مات کړه، د مریم بې ساه بدن مو ولیده چې په رسۍ ځوړند و او نوره ساه نه یې اخېسته. هیچا باور نشو کولای چې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ په دې ډول ځان وژنه وکړي.»
هغه وايي چې د کورنۍ فشارونه د نامزادۍ پر مخ وړلو، د نامزد له لوري پرلهپسې تاوتریخوالي، او د عمر ډېر توپیر مریم په ویره او بېوسۍ کې ایښی و:
«مریم پرته له خپل رضا داسې چا ته ورکړل شوې وه چې عمر یې ډېر و، نشه یي توکي یې کارول او بله ښځه یې هم لرله. د هغې ژوند له هغې ورځې وروسته جهنم شو. هر ځل چې کور ته راتله، ژړل او ویل یې چې له دې ژوند څخه خلاصېدل نه شي کولای.»
محمد نعیم زیاتوي:
«موږ وروسته پوه شو چې فشارونه، بد چلند او د ګډ ژوند وېرې هغه دې مرحلې ته رسولې وه. که کورنۍ د نجونو خوښه په نظر کې ونه نیسي نو نجونې به له بد وضعیت سره مخ شي.»
په وروستیو کلونو کې اجباري وادونه او کورني تاوتریخوالي پېښې د هغو جوړښتي عواملو نتیجه ده چې د نجونو د ژوند لارې محدودوي. د نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو تړل، د ښځو د کار او تګ راتګ محدودول، او له ټولنیزو فضاوو یې سیستماتیکه توګه محرومول ، کورنۍ نجونې اجباري واده اړباسي. په ډېرو سیمو کې، واده د «یوازې د بقا لار» ګرځېدلی؛ حتی که نجونې ښکاره مخالفت هم وکړي.
اروا پوه ډاکتر جمیل وایي له واده مخکې د نجونو غوراوي ته نه پاملرنه د هغوی د ګډ ژوند لپاره خطرناکه پایلې لرلی شي. نوموړی باور لري چې ځانوژنه یوه بعدي پدیده نهده او نشي کېدای یوازې له یوې ځانګړې دلې سره وتړل شي.
د هغه په وینا، رواني ستونزې، یوازېتوب او ناهیلي د هغو مهمو عواملو له ډلې دي چې انسانان د ځانوژنې پر وړاندې زیانمني او د کورنۍ او ټولنې شرایط هم په دې برخه کې بنسټیز رول لري.:«نجونې حق لري چې د واده لپاره انتخاب وکړي، باید له نجونو دا حق وانخیستل شي د ښه او بریالي ژوند لرلو لپاره، نجونو ته عمر، خوښي، زدهکړې او اقتصادي مهم دي، خو دا ټول په پام کې نه نیول کېږي او وروسته ستونزې جوړېږي او نجونې ځانوژنې او تېښتې ته اړ کېږي.»