د انټرنېټ بندېدل؛ د افغان ښځو سوداګرۍ ته سکته

د انټرنېټ بندېدل؛ د افغان ښځو سوداګرۍ ته سکته
Photo: The RM Media

په افغانستان کې د انټرنېټ سراسري بندېدو ګڼې ښځينه سوداګرې له نوو ننګونو سره مخ کړي دي. هغه ښځې چې د آنلاین سوداګرۍ له لارې ژوند تېروي وایي، د طالبانو دا اقدام د دوی اقتصادي فعالیتونه فلج کړي او مالي زیانونه یې رامنځته کړي دي.

له دغو ښځو یوه، زینب لقماني ده، چې پنځه کاله کیږي په آنلاین سوداګرۍ کې فعالیت کوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ او ځان اړتیاوې پوره کوي. هغې وایی چې د مشتریانو د جذب، بازارموندنې او د خپلو محصولاتو د خرڅلاو لپاره له انټرنېټ څخه کار اخیسته، خو د انټرنېټ بندېدو سره یې اندېښنې پیدا شوې.

هغې وویل: «د انټرنېټ بندېدو سره، ټول سوداګریز فعالیتونه او په ځانګړې توګه آنلاین سوداګري په ټپه ودرېده. په همدې څو ورځو کې مو مالي زیان ډېر کړی او خپل مشتریان مو له لاسه ورکړل. ټول کارونه مو پر انټرنېټ تړلي دي، نو د انټرنېټ بندېدو منفي اغېز ډېر دی.»

زینب وايي، اوس مهال په افغانستان کې د ښځو لپاره د کار فرصتونه ډېر محدود دي او د ډېرو ښځو سوداګري او زده‌کړې د انټرنېټ پورې تړلي دي، نو د فایبر نوري او نورو شبکو بندول کولای شي حتی همدغه لږ فرصتونه هم له منځه یوسي.

«برسیره پر آنلاین سوداګرۍ، زه د اداره (منجمنت) په رشته کې هم آنلاین زده‌کړې کوم. پرته له انټرنېټ دا به نیمګړې وي. که انټرنېټ بیا بند شي، ستونزې به نورې هم زیاتې شي، او موږ به له شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ شو.»

محجوبه، بله ښځینه سوداګره ده چې په لاسي صنایعو کې فعالیت کوي، ورته تجربه لري. نوموړې خپل سفارشونه آنلاین ترلاسه کوي او وایي چې د درې ورځو لپاره د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندېدو یې کار او خرڅلاو ګډوډ کړی دی.

هغې وویل: «د انټرنېټ بندېدو سره ژوند په بشپړه توګه درېدلی و. نه مو محصولات پلورلای شول او نه مو له کورنۍ سره اړیکه درلوده. د دې حالت دوام جدي پایلې لري.»

محجوبه وايي، ښايي د هغو کسانو لپاره چې کار یې انټرنېټ ته تړلی نه وي، دا موضوع جدي نه ښکاري، خو د هغو ښځو لپاره چې سوداګري یې آنلاین ده، د انټرنېټ بندېدل د بشپړ فعالیت د ودریدو معنا لري.

«زه د خپلې آنلاین سوداګرۍ لپاره انټرنېټ کاروم، خو د انټرنېټ بندېدو له امله ډېری ستونزې رامنځته شوي. طالبان باید پر خلکو محدودیتونه نه لګوي، بلکې د ستونزو حل ته دې پام وکړي. د انټرنېټ بندول هېڅ پرمختګ نه راولي، یوازې شاته تګ کوي.»

محجوبه د ملاتړ کوونکو بنسټونو څخه غواړي چې د خپلې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مالي مرسته وکړي او وایي چې داسې طرحې لري چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښځو ته په کور دننه د سوداګرۍ زمینه برابره کړي.

له بلې خوا، تهمینه بهشت، د اقتصادي چارو کارپوهه، وایي چې په اوسني حالت کې د انټرنېټ نه شتون د اقتصادي فعالیتونو د ټکنۍ کېدو لامل ګرځي:

«نن نړۍ د یوه کوچني کلي په څېر ده او ټولې سوداګریزې او ټولنیزې چارې پر انټرنېټ پورې تړلي دي. پرته له دې، سوداګري او اړیکې په ټپه درېږي.»

د افغانستان په اړه د انټرنېټ د بیا بندېدو اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ګڼ شمېر ښځې د کار بندیز له امله یوازې د آنلاین سوداګرۍ له لارې ژوند تېروي. همدارنګه، ګڼ شمېر نجونې چې د زده‌کړو څخه محرومې دي، یوازې د انټرنېټ له لارې زده‌کړې ترلاسه کوي.