طالبانو په خوست کې د«لونګ»سیمه ییزه راډیو تړلې

طالبانو په خوست کې د«لونګ»سیمه ییزه راډیو تړلې

په خوست کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د طالبانو امربالمعروف ادارې د«لونګ»په نامه یوه سیمه ییز راډیو تړلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د یادې راډیو نشرات نن(پنجشنبه،د لړم۱۷مه)په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له لوري بند شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې«لونګ»راډیو تر ډیره د نجونو لپاره ښوونیزې او نورې ټولنېزې خپرونې درلودې او طالبانو له همدې کبله چې ګواکې ولې د نجونو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري د یادې راډیو نشرات قطع کړي.

لونګ په خوست کې یوه خصوصي سیمه ییزه راډیو ده چې له څو کلونو راهېسې په بېلابېلو او په ځانګړي ډول د نجونو لپاره ښوونیز پروګرامونه خپرول.

تراوسه خوست کې د طالبانو امر بالمعروف ادارې د یادې راډیو د تړل کیدو او لامل په اړه څه نه دي ویلي.

له دې یوه ورځ وړاندې په خوست کې د«ژمن»په نامه یوه سیمه ییز راډیو او نېږدې لس ورځې وړاندې د«غرښت»په نامه راډیو هم د خپرونو په بګراونډ کې د کمې موسیقۍ خپرولو له کبله تړل شوې وې.

دا په تېرو دوو اوونیو کې دریمه راډیو ده چې په خوست د طالبانو له لوري تړل کیږي.

په ورته مهال د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان په خوست کې د سیمه ییزو راډیوګانو پر فعالیت د بندیز له کبله اندېښنه ښودلې او د بېرته د ژر فعالیت اجازې د ورکړې غوښتنه یې کړې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي، چې له کبله یې افغان خبریالان له بد وضعیت سره مخ دي