د بېکارۍ او لوږې کیسه؛ شازیه او زوی یې د خوارځواکۍ په منګولو کې

د بېکارۍ او لوږې کیسه؛ شازیه او زوی یې د خوارځواکۍ په منګولو کې
Photo: RM Media

د کابل په شمال کې په یوه کنډواله کور کې، یوه ۳۰ کلنه ښځه د خپګان ډک ژوند لري او خپل کوچنی زوی په غیږ کې نیولی دی. د دوی دواړو ضعیف وجودونه او د هډوکو راوتلي جوړښتونه د کلونو فقر، لوږې او دردونو ژوند ښکارندويي کوي. د شازیه اته کلن زوی، سدیس، په غیږ کې ویده دی، خو د مور بې‌ واره اوښکې د داسې دردونو کیسه کوي چې ژبه یې بیانولی نشي. هغه وایي: «د ژوند خوند مې ونه لېده، ټول عمر مې په کړاو او بې‌وسۍ کې تېر شو.»

شازیه، یوه مور چې د فقر او خوارځواکۍ له کړاو سره لاس او ګرېوان ده، د داسې یوې سترې غمیزې استازولي کوي چې د زرګونو افغان کورنیو واقیعت منعکسوي. همدا مور او زوی یې د خوراکي موادو د نشتوالي له امله خوارځواکي ته مخامخ شوي، او دا وضعیت د دوی ژوند د ویجاړېدو تر پوله رسولی. شازیه وایي، دوی په داسې کور کې اوسېږي چې نه د دوی دی او نه د اوسېدو وړ؛ کنډواله، سړه او بې‌روحه.

شازیه وایي: «لس کاله کېږي چې واده مې کړی، دوه اولادونه مې د زېږېدو پر وخت مړه شوي، ځکه چې شیدې مې کمې وې. د امیندوارۍ پر مهال مو اقتصادي وضعیت خراب و، پوره او مناسب خواړه مې نشوای خوړلی، همدې راته روغتیايي ستونزې جوړې کړې او زوی مې هم خوارځواکی شو.»

هغې زیاته کړه چې د سدیس له زېږېدو وروسته یې هم، د کمزوري بدن او خواړو د نشتوالي له امله، نشوای کولای خپل ماشوم ته مناسبه تغذیه ورکړي. «څو وارې مې خپل زوی د کابل ماشومانو روغتون ته وړي ډاکترانو ټینګار وکړ، چې د ده د خراب وضعیت اصلي لامل خوارځواکي ده. ویل یې، باید بسیا خواړه ورکړم. هره میاشت روغتون ته ځم، تغذیوي خواړه اخلم، خو له دې درملو سره هم زموږ وضعیت ښه شوی نه دی.»

شازیه وایي چې مېړه یې د مخکیني جمهوري نظام په ملي پولیسو کې کار کاوه، خو له تحولاتو وروسته یې دنده له لاسه ورکړه، او اقتصادي وضعیت یې آن دومره خراب دی چې اوس کراچۍ چلوي خو له دې لارې یې ترلاسه کېدونکی عاید آن وچې ډوډۍ ته هم بسنه نه کوي.

شازیه په دردمند غږ سره وایي: «اکثره وخت خواړه نه لرو. شپې په لوږه تېروو، دوه ورځې کېږي چې زه، مېړه مې او زوی مې یواځې وچه ډوډۍ له اوبو سره خورو. زوی مې په نیم ژبي غږ راته وایي: مورې، کله به دیګ کې خواړه پخېږې؟ خو زه یوازې چوپتیا  لرم، بل څه نشم ویلی.»

هغې وویل چې پخوا به ځینو موسسو ورسره د خوړو مرسته کوله، خو دا مرستې په تېرو څو میاشتو کې بندې شوې دي، او ژوند یې نور هم سخت شوی دی. «پخوا موسسې راسره مرسته کوله، خو اوس دا مرستې بندې شوې. مېړه مې ځینې ورځې دومره مزد هم نه شي پیدا کولی چې زموږ لپاره کافي خواړه واخلي. ډېر وخت بې‌کاره بېرته کور ته راځي.»

شازیه د خپل ځان او زوی د درملنې لپاره له خپلوانو شاوخوا ۶۰ زره افغانۍ پور اخیستی، خو اوس د ورکړې توان نه لري. نه څوک نور پور ورکوي او نه څه لري چې وپلوري. «خدای دې د خلکو کورونه اباد کړي، خپلوانو د درملنې لپاره راسره مرسته وکړه، خو اوس نور نه څوک پور راکوي، نه هم څه لرو چې خرڅ یې کړو. پورونه ډېر شوي، اقتصادي ستونزې هم زیاتې شوې، او زموږ د کور حالت ورځ تر بلې خرابېږي.»

د شازیه کیسه د هغه لوی ناورین یوه کوچنۍ بیلګه ده چې په ټول افغانستان کې روان دی. د طالبانو د واکمنۍ له پیل او د نړیوالو مرستو له بندېدو وروسته، فقر او لوږه په هېواد کې پراخه شوې ده. سلګونه زره کورنۍ، په ځانګړې توګه هغه چې ښځې چې د کورنیو سرپرستي کوي، د سختو محدودیتونو له امله د کار کولو او د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو توان نه لري.

ډاکتر شریف‌الله ځلاند، چې د کابل د ماشومانو روغتون کې د خوارځواکۍ متخصص دی، وایي: «که څه هم فقر او اقتصادي ستونزې د خوارځواکۍ اصلي عوامل دي، خو د دې ستونزې رېښې لا ژورې دي. د ماشومانو لپاره د واکسین د نه پاملرنې، د اولادونو ترمنځ د فاصله نه مراعات، کمزوری اقتصاد او طبیعي افتونه د خوارځواکۍ لومړني عوامل دي. قلبي ناروغۍ، شکر، انتانات او نور میتابولیکي ستونزې هم د ثانوي عواملو له ډلې دي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم د افغانستان د لوږې او د ماشومانو د خوارځواکۍ له کړکېچ څخه جدي اندېښنه ښودلې ده. د دغه سازمان له اټکل سره، په روان میلادي کال کې ۳.۵ میلیونه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو کم دي د شدیدې خوارځواکۍ ښکار شي؛ چې دا شمېره د تېر کال پرتله نیم میلیون زیاتوالی ښيي. ښځې، ماشومان او راستنېدونکي کسان تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.