له پولۍ پلورلو تر طب پوهنځي: د شهباز صافي الهام‌بخښونکې کیسه

له پولۍ پلورلو تر طب پوهنځي: د شهباز صافي الهام‌بخښونکې کیسه
Photo: Shahbaz Safi

اقتصادي فشارونه، بې‌کاري او فقر زرګونه ځوانان له زده‌کړې څخه محروم کړي دي؛ خو شهباز صافي، یو ۲۴ کلن ځوان، د دغو ټولو ننګونو پر وړاندې ودریده او سږني کانکور ازموینه کې د ۳۴۶ نمرو ترلاسه کولو سره د کابل پوهنتون د طب معالجوي پوهنځي ته بریالی شو.

شهباز صافي اصلاً د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو کلونه کیږي چې د خپلې کورنۍ سره په کابل کې د کمپنۍ په سیمه کې په کرایه کور کې ژوند کوي او په یوه لاسي ګاډۍ باندې پولی پلوري.

هغه وايي: «زما کورنۍ بې‌وزله ده زه په ډېر سخت اقتصادي وضعیت کې له لیسې فارغ شوم. ورځ مهال به مې د ګاډۍ په وسیله پولۍ پلورلو او همدارنګه به مې کتابونه لوستل. کله چې د کانکور پایله اعلان شوه او پوه شوم چې په طب کې مې کامیابي ترلاسه کړې، ډېر خوشاله شوم.»

هغه باور لري که څوک ریښتینی اراده ولري، هېڅ خنډ د زده‌کړې مخه نشي نیولی. وايي دا بریا یې اراده لا قوي کړه او اوس د زده‌کړې په لاره کې لا زیاتې هڅې کوي.

هغه زیاتوي: «ډېرې سختۍ مې زغملې؛ ما مزدوري کړې، ګاډۍ چلولې او په دې وروستیو کې مې پولۍ خرڅولو ته مخه کړه،  سره له دې چې اقتصادي وضعیت خراب و او اوږدې ورځې مې په ښار کې کار کاوه، هېڅکله مې تسلیم نه شوم او له ټولو ستونزو مې مقابله وکړه.»

شهباز د خپلې کورنۍ، په ځانګړي ډول د خپل پلار او مور رول په دې لار کې ډېر مهم بولي. وایې هغوی تل د ستونزو سره سره د هغه ملاتړي او تشویق کړی یې دی.

هغه زیاتوي: «که څه هم زما کورنۍ له اقتصادي ستونزو ډکه ده، خو پلار او مور مې تل راته ویل چې تسلیم نه شم او زده‌کړه ادامه ورکړم. دغه ملاتړ راته دا موقع راکړه چې نن ورځ زما په خوښه پوهنځي کې کامیاب شم.»

میرزمان خان، د شهباز پلار، د زوی د بریا له امله خوشحاله دی. که څه هم هغه خپله زده‌کړه نه ده کړې، خو هیله لري چې د ټولو کورنیو ځوانان زده‌کړه وکړي او د هیواد په پرمختګ کې برخه واخلي.

هغه وايي: «کله چې مې واورېدل چې زوی مې د طب په رشته کې بریالی شوی، له خوښۍ مې اوښکې راغلې. پوهېدم چې څومره سختۍ یې زغملې دي او اوس شکر ادا کوم چې کامیاب شو.»

شهباز صافي چې په تیاره شپو کې د روښانه راتلونکې لپاره هڅه کوله، د ښوونځي تر څنګ مزدوري هم کوله. وايي پوهیده چې دا لاره ډېره سخته ده، خو د زده‌کړې لپاره او د خپلې کورنۍ د مرستې په خاطر به تر پایه یې دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې د شهباز بریا الهام‌بخښونکې ده، د یادونې وړ ده چې سږکال هم د دریم ځل لپاره پرله‌پسې، نجونو ته د کانکور ازموینې کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې. ډېری نجونې سره له دې چې وړتیاوې او لیوالتیا لري، د موجوده محدودیتونو له امله له زده‌کړې او پوهنتون څخه محرومې دي او د پرمختګ په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. دغه محرومیتونه نه یوازې د هغوی شخصي ژوند اغېزمن کړی، بلکې د ټولنې او هېواد د پراختیا لپاره به اوږدمهاله منفي پایلې لري.