طالبانو په کابل کې د فلمونو د دوبلې په تور یو شمېر کسان نیولي

ځایي سرچینې وایې چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو د استخباراتو په همکارۍ په کابل کې د یو شمېر پروډکشنونو مسوولان او کارکوونکي په دې تور نیولي چې ګوندې غیر اسلامي فلمونه او سریالونه یې دوبله کول.
سرچینې زیاته کړې چې د نیول شویو کسانو شمېر تر لس زیات دی او دا مهال د طالبانو له لوري زندان ته لېږدول شوي چې د برخلیک په اړه یې کورنۍ هیڅ مالومات نه لري.
په ورته مهال د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر هم تایید کړې، چې په کابل کې یې د یو شمېر پروډکشنونو مسوولین او کارکوونکي چې د «اسلامي ارزښتونو» سره په ټکر کې فلمونو د دوبله کول نیولي او د هغوی کارځایونه یې بند کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې دا فلمونه له دوبله کېدو وروسته له افغانستان څخه بهر چینلونو ته لېږدول کېدل.
له دې څو ورځې وړاندې د امربالمعروف محتسبینو په لغمان کې د ټولنېزو رسنیو فعال نیولی او لاتراوسه په زندان کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو په انځور خپرولو بندېز لګولی او دغه راز یې په دې وروستیو کې پر رسنیو او ټولنېزو شبکو څار زیات کړی.