له پاکستان راستنې شوې کډوالې ۱۳ بې سرپرسته ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

له پاکستان راستنې شوې کډوالې ۱۳ بې سرپرسته ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
Photo: RM Media

لغمان ته له پاکستانه یوې راستنې شوې ښځې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره ۱۳ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د یاد کارځای بنسټګره ۳۶ کلنه حمېرا نهه میاشتې وړاندې له پاکستان له خپلې کورنۍ سره هیواد راستنه شوې او د ۶۰۰۰۰ افغانیو په پانګونې سره یې دغه کارځای جوړ کړی دی.

نوموړې وایې، د یادې کارخونې له جوړېدو یې موخه له هغو مېرمنو سره مرسته ده چې بې پرسته، بېوزله او تازه له پاکستان او یا ایران راستنې شوې وي.

حمېرا هیله لري چې یوه ورځ وکولای شي، د ښځو د کارخونو د جوړولو ترڅنګ خپل تولیدات د هیواد په سطحه بازارونو ته وړاندې کړي. د هغې په وينا، اوس په دغه کارخونه کې ۱۳ بې سرپرسته مېرمنې په کار بوختې دي او هره ورځ رنګارنګ جامې ګنډي.

هغه وایې: «نږدې اووه میاشتې کېږي چې دغه کارخونه مې جوړه کړې ده، خپل سره زر مې خرڅ کړي او پر هغې مې د جامو ګنډلو ماشینونه اخېستي او دا چاره مې پیل کړې موخه مې د هغو مېرمنو لاسنوی وکړو چې د کورنۍ سرپرست نه لري او یا راستانه شوي کډوال وي.»

نوموړې ټینګار کوي چې له کومې اندېښنې پرته په دغه ولایت کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او اوس د خیاطۍ د دغه کوچنۍ کارخونې تولیدات په مهترلام او جلال اباد ښار په بازارونو کې په عمده او پرچون ډول پلورل کېږي.

هغه وایې: «هغه جامې دلته ګنډل کیږي کارګرو ښځو ته یې د یو جوړ جامو پر سر له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو ورکول کیږي او کومې جامې چې جوړېږي دوکانداران یې فرمایش راکوي او بېرته یې پر هغوی پلورو بازارنه د لومړنیو میاشتو په پرتله اوس ښه شوي.»

په دې کارخونه کې ښځې په دوو جلا جلا وختونو کې د ګل‌دوزۍ، مریو او خامک ګنډلو په څېر د خیاطۍ بېلابېلو برخو کې دغه کوچنی کارځای ته ورځي او هره ورځ څو ساعته کار کوي. مېرمن حمېرا دغه کارځای کې شته ستونزو ته په پام د همکارۍ غوښتنه کوي.

هغه وایې: «ښځې زیاتې راځي او دلته د کار غوښتنه کوي خو ځای او د ماشینرۍ په برخه کې ستونزې لرو چې موږ اوس له لومړنیو او ساده ماشینونو کار اخلو او نشو کولای چې عصري ماشین واخلو نو لازمه ده چې باید همکاري وشي.»

یو‌شمېر هغه مېرمنې چې د جامو ګنډلو په دغه کارخونه کې رنګارنګ جامې ګنډي، وايي چې له دې لارې ترلاسه شوی عاید د خپلو اولادونو زده‌کړې او کور ته د ډوډۍ د برابرولو لپاره مصرفوي.

۲۴ کلنه زرلښته چې د جامو ګنډلو د کوچنۍ کارخونې کې کار کوي وایې، چې د خپلې پنځه کسېزې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړنکې ده او په وینا یې، دې ځای کې له کارکولو وړاندې له خپګان سره مخ وه. خو اوس یې اقتصادي ستونزې او خپګان کم شوی دی.

هغه وایې: «مونږ پنځه خوېندې یو مشره یې زه یم او پلار مې د زړه په رنځ اخته دی، کار نشي کولای له دې وړاندې خیاطي له یو بل چا زده کړې وه؛ خو اوس په دې مرکز کې کار کوم او اوس د ورځې تر دوه جوړه جامې ګنډم د کورنۍ چاره مې له همدې لارې روانه ده.»

په دغه کارځای کې یوه بله مېرمن امینه چې د کورنۍ سرپرستي ورتر غاړې ده، وايي چې دغه ځای کې یې کار کول خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ برابرولو یوازینۍ هیله ده او په وینا یې، له دې لارې خپل لګښتونه پوره کوي.

هغې وویل: «درې میاشتې کېږي چې دلته کار کوم زه بې‌سرپرسته ښځه یم اووه اولادونه لرم او له دې لارې خپل ژوند تېرو. سړی او نفقه برابرونکی چې نه وي، ستونزمنه ده، خو له کاره مې راضي یم.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره هم مهاله هېواد کې د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه زیات شوي او ډېری ښځې په دې هڅه کې دي چې د ورته کوچنیو کارخونو په جوړولو سره بې‌سرپرسته او اړمنو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.