ناقانونه ښکار؛ افغانستان کې د نایابه مرغانو نسل په ورکېدو دی

ناقانونه ښکار؛ افغانستان کې د نایابه مرغانو نسل په ورکېدو دی
Photo: RM Media

په افغانستان کې د کلونو جګړو او بې‌رحمانه ښکار له امله د وحشي ژویو ژوند ته درانه زیانونه رسېدلي دي. ګڼ‌شمېر نایابه مرغان او حیوانات یا له هېواده تښتېدلي او یا د نابودۍ له ګواښ سره مخ شوي دي، خو لا هم په ځینو ولایتونو کې د غرو او دښتو په لمنو کې لیدل کېږي.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان د دغو حیواناتو د ورکېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایې، چې د ناقانونه ښکار له امله په هیواد کې نایایه مرغان او نورې قیمتي الوتونکي د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه ببرک عورځنګ باوري دی چې لا هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نایابه مرغان شته او په‌کار ده، چې د نسل ورکېدو د مخنیوي په موخه یې لازم ګامونه اوچت شي.

هغه وايې د افغانستان وحشي ژوې د پرديو په لمسون د افغانانو له لوري ښکار کيږي او وروسته بيا ايران، پاکستان او عربي ملکونو ته قاچاق کيږي.

هغه وایې: «زیاتره نایابه مرغان په کندهار، هلمند، ارزګان، مزار شریف، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې موجود دي، خو هلته خلک په ناقانونه توګه د دې مرغانو ښکار کوي او بیا دا نایابه ښکار شوي مرغان په عربانو پلوري چې له همدې امله اوس دا قیمتي مرغانو نسل په ورکېدو دی.»

د نوموړي په وینا هېواد کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړې نه یوازې خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې، بلکې حیواناتو ته یې هم د پام وړ زیان اړولی دی. د هغه په خبره، همدا جګړې لامل شوي چې ګڼ‌شمېر حیوانات او الوتونکي له هېواده وتښتي یا هم په ناقانونه توګه ښکار شي.

هغه وایې: «ناقانونه ښکار، جګړې او د خلکو نه پاملرنه هغه لاملونه دي، چې نایابه مرغانو نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړی او په کار ده چې ناقانونه ښکار مخنیوی او په دې برخه کې کار وشي.»

په همدې حال کې د نظر محمد په نامه یوه رضاکاره ځوان د مرغانو د ښکار د مخنیوي په اړه په یوازې ځان کمپاین پیل کړی دی. نوموړی په اطرافي او ښاري سیمو کې ګرځي او ځوانان د مرغانو د ناقانونه ښکار د مخنیوي په اړه عامه پوی ورکوي.

دی وايې دا ګام يې د دغو مرغانو د نسل د ورکيدو څخه د مخنیوي لپاره پورته کړي دي. د هغه وينا ده چې ډيري خلک بيا يو شمير وحشي ژوې او مرغان په غير معياري توګه په قفسونو کې ساتي چې د يوې مودې به تيريدو له مينځه ځي.

هغه وایې: «مرغان او نور حیوانات زمونږ د چاپېریال ښایست دی نو په کار ده، چې له ښکار یې مخنیوی وشي، په زیاتره سیمو کې ښکاریانو راسره منلې چې نور به ښکار نه کوي.»

هغه له تېرو شپږ میاشتو راهیسې دا کمپاین په ننګرهار کې پیل کړی او په خبره د یو شمېر هیوادوالو په مالي ملاتړ توانېدلی، چې په ښار کې له مرغۍ پلورونکو الوتونکي په پېسو واخلي او بېرته یې ازادې فضا ته خوشې کړي.

هغه وایې: «غواړم دا کمپاین نورو ولایتونو ته هم وغځوم، زیاتره وخت مو په پېسو ښار کې له قفس واله الوتونکي اخیستي او بیا مې خوشې کړي دي؛ ډېر خوشالېږم چې یوه مرغۍ له قفس خوشې شي.»

که څه هم له قانوني او اخلاقي پلوه د نوموړي دا کار ستایل شوی او په خبره یې له قفسونو د الوتونکو خوشې‌کول اړین کار دی او وايي، د هرې مرغۍ په خوشې کولو سره د ارام ساه اخلي.

هغه وايي: «زیاتره الوتونکو پلورونکو راته ویلي، چې د الوتونکو نیول او قفس کې یې ساتل سم کار نه‌دی؛ خو په وینا یې، د یوې مړۍ ‌ډوډۍ پیداکولو لپاره بله لاره نه‌لري.»

د هغه په وینا د مناسبو کاري فرصتونو او ټولنیز ملاتړ نشتوالي ډېری کسان دې ته اړ کړي چې د الوتونکو د ښکار او پلور له لارې د خپل ژوند لګښتونه برابر کړي. «ما ته چې د دې کمپاین پرمهال څومره مالومه شوې زیاتره خلک د کار د نشتون له امله اړ شوي، چې د الوتونکو ښکار ته مخه کړي که دوی ته کاري زمینه برابره شي نو فکر کوم دا ستونزه به حل شي.»

نظر محمد د لمر په لوېدو سره له ستړیا سره کورته ستنېږي او د سبا ورځې د کمپاین لپاره پر نورو لارو چارو فکر کوي.

د هغه په وینا له عامه پوهاوي سره سره لا هم ښکاريان هره ورځ په لسګونو ژوې يا ژوندي نيسې او يا يې هم د غوښې او پوټوکې د خرڅلاو لپاره وژني.

افغانستان د مناسب چاپيريال د درلودو په سبب د سلګونو ډوله بيلا بيلو وحشي ژويو ټاټوبي بلل کيږي او داسي مرغان او وحشي ژوۍ هم پکې شته چې د سيمې او حتي نړۍ په کچه بي ساري دي؛ چې ډېر کله د ښکاریانو له لوري نیول کېږي او بیا په ټېټه بیه په بازارونو کې پلورل کېږي.