په افغانستان کې د اوبو کړکېچ: ملګرو ملتونو یې په اړه نیویارک کې نندارتون جوړ کړی

په افغانستان کې د اوبو کړکېچ: ملګرو ملتونو یې په اړه نیویارک کې نندارتون جوړ کړی
Photo: UNAMA
په افغانستان کې د اوبو کړکېچ: ملګرو ملتونو یې په اړه نیویارک کې نندارتون جوړ کړی
په افغانستان کې د اوبو کړکېچ: ملګرو ملتونو یې په اړه نیویارک کې نندارتون جوړ کړی

په افغانتسان کې د اوبو کچې ټيټوالی او کمښت ډیرې ننګونې راپورته کړي چې په دې وروستیو کلونو کې په هېواد کې د ډېرو کروندګرو کورنیو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د اوبو د بېړني کړکېچ په تړاو یې په نیویارک کې د دې سازمان په مقر کې یو نندارتون جوړ کړی.

اعلامیې زیاته کړې دا نندارتون پنځه ورځنی دی چې د روانې د فبروري له ۲۴ څخه تر ۲۸ پورې به دوام ولري.

یوناما ویلي په دې نندارتو کې به په افغانستان کې د اوبو کچې پر کموالي په اړه بحث کیږي او په خاص ډول هغه کړکېچ چې د سختې وچکالۍ، اقلیمي بدلون او زیربناوو د له منځه تلو له امله رامنځ ته شوی دی.

اعیلامه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اوبو کموالی یو له هغه کړکېچونو دی چې لوږه، بې ځایه کېدنه او نابرابري تشدیدوي او د ناروغیو د پراختیا خطر زیاتوي.

په اعلایمه کې زیاته شوې چې ښځې او ماشومان په نامتناسبه توګه د دې کړکېچ تر اغېز لاندې دي او دې وضعیت جنسیتي نابرابرۍ تشدیدې کړې دي او ماشومان د روغتیايي امکاناتو د کمښت له وجې د هغو ناروغیو په وړاندې نور هم متضرر کېږي چې له ناپاکو اوبو را پیدا کېږي.

بلخوا افغان کروندګر وايي، هر کال د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره لازمو اوبو ته لاسرسی نه‌لري چې د اوبو کمښت اندېښمن کړي دي.

د دوی په خبره د اوبو د کمښت ناورین یې ښايي په راتلونکو کلونو کې د ژوند هیلې له منځه یوسي.

په افغانستان کې کرنیز سکټور چې د ګڼ‌شمېر کورنیو ژوند پرې ولاړ دی، خو د اوبو کمښت تر ډېره دغه سکټور ته زیان رسولی دی.