د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې دباران او سېلابونو د راوتو خبرداری

د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې دباران او سېلابونو د راوتو خبرداری
Photo: Ministry of Transport

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د تېز باران د ورېدو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

یادې ادارې سبا (سه شنبه ۲۹ د اپریل) په تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکندی، غور، ننگرهار، لوگر او پکتیا ولایتونه کېد باران د ورښت او سېلابونو د راوتو اټکل کړی.

د هواپېژندنې ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۲۵ ملي‌مټرو د باران د ورښت وړاندوینه شوې ده.

د هوا پېژندنې ریاست له دې وړاندې هم په هېواد کې د اورښتونو او له امله یې، د سېلابونو راوتلو په تړاو هېوادوالو ته خبرداری ورکړی او لارښوونه یې کړې چې د سیندونو غاړو ته له ورتګ ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې درنه بارانونه د ویجاړوونکو سېلابونو لامل شول.

دغو سېلابونو یوشمېر ولایتونو  کې خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ، ځاني زیانونه هم اړولي وو.