یوناما؛ افغانستان کې زراعتي حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي

یوناما؛ افغانستان کې زراعتي حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي
Photo: RM Media

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) ویلي، چې په دغه هیواد کې د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او طبیعي افتونو له امله زراعتي حاصلات په سلو کې ۵۰ سلنه کم شوي دي.

 یوناما زیاته کړې چې کرنه د افغانستان د ۸۰ سلنه خلکو لپاره د عاید اصلي سرچینه ده، خو د کرنیزو حاصلاتو ۵۰ سلنه کموالی یې د اندېښنې وړ بللی دی. د دغې ادارې د مالوماتو له مخې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه ځمکې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي، او شاوخوا ۲.۳ میلیونه کسان بیا له وچکالۍ سره لاس او ګریوان دي.

یوناما دغه شان وایي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په خپلسري ډول د ځنګلونو پرې کولو او د خاورې تخریب په دغه هیواد کې د خوړو ناامنۍ او بېوزلي نوره هم زیاته کړې ده. په همدې حال کې بزګران هم مني چې د تېر کال په پرتله یې مختلف زراعتي حاصلات کم شوي او دوی یې له مالي ستونزو سره مخ کړي دي.

د دوی په خبره کروندې یې سېلابونو او طبیعي افتونو له منځه وړي او ان د څښاک اوبو ته یې هم لاسرسی محدود شوی دی. بلخوا تازه د کډوالۍ نړیوال سازمان وایې چې د روان ۲۰۲۵ میلادي په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې پنځه میلیونه کسان د چاپېریالي خطرونو له امله اغېزمن شوي دي.

د افغانستان د پخواني نظام تر نسکوریدو او د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې په افغانستان کې ورځ تر بلې بې وزلي د ډیریدو په حال کې ده. ملګري ملتونه بیا خبرداری ورکوي چې ښايي د لوږې او فقر کچه تر دې هم لوړه شي. سربیره پر دې په افغانستان کې جګړې او اوږدې وچکالۍ د دې سبب شوي چې د کرنې سکتور له ستونزو سره مخامخ شي.