د اوبو کمښت او وچکالي؛ د کرنې او د کورنیو د ژوند لپاره جدي ګواښ
په وروستیو کلونو کې د افغانستان زیاتره ولایتونه د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او د اوبو کمښت له ستونزو سره مخ شوي. د دې له امله حاصلات کم شوي او ځینې کرنیزې ځمکې شاړې شوې دي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ ۴۷ کلن کروندګر ګلاب خان وایي، چې سږکال یې پر خپلو ځمکو غنم کرلی دی، خو د اوبو شدید کمښت او د باران نشتوالي له امله یې د پام وړ حاصل نه دی ترلاسه کړی. هغه وايي چې د وروستیو څو کلونو وچکالۍ په پرلهپسې توګه یې کرنه اغېزمنه کړې او هر څه چې کرل کیږي، یوه برخه یې له منځه ځي.
هغه زیاتوي: «په تېرو کلونو کې مې ټوله ۱۲ جریبه ځمکه کرله او ښه حاصل مې ترلاسه کاوه، خو اوس اوبه ټولو ځمکو ته نه رسېږي او ۸ جریبه ځمکه مې شاړه پاتې شوې ده. هغه ځمکې چې کرلي مې دي، د اوبو د کمښت له امله حاصل یې ډېر کم دی.»
ګلاب خان د خبرو په دوام زیاتوي چې د اوبو د کمښت ترڅنګ طبیعي پېښې، په ځانګړې توګه نباتي افتونه هم د هغه حاصلات ګواښي او د هغه د هڅو د آبیاري او ساتنې سره سره نهدي توانېدلي ښه نتیجه ورکړي. هغه په اندېښنه وایي: «هر کال دا ویره هم لرم چې زما ځمکې به نور د کورنۍ د ژوند د پوره کولو توان ونلري.»
محمد غلام، د زابل ولایت کروندګر، له څو کلونو راهیسې د وچکالۍ په اړه اندېښمن دی او وایي، چې ژوند یې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی. هغه وايي چې سږکال د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله د هغه حاصلات له منځه تللي او دغه وضعیت ډېر اندېښمن کړی دی.
هغه زیاتوي: «زابل هم لکه د نورو ولایتونو په څېر په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ څپې تجربه کړې ده. هر څه چې کرم، له منځه ځي او د جوارو، غنمو او حبوباتو حاصل ښه نه دی.»
محمد غلام روښانه کوي: «وچکالي دلته تقریبا کرنه له منځه وړې ده. په تېرو کلونو کې مې د هر جریب ځمکې څخه شاوخوا ۱۰۰ من حاصل اخیسته، خو اوس حتی ۳۰ من هم نه رسیږي.»
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د خیرکوت ولسوالۍ یو کروندګر میر آقا وایي، چې سږکال یې شاوخوا پر ۳۰ جریبه ځمکه غنم کرلې و، خو د وچکالۍ له امله یې ټول محصول له منځه تللی او سخت مالي زیانونه ورته اړولي دي.
هغه په ټینګار وایي چې د طبیعي پېښو، په ځانګړې توګه د وچکالۍ او سېلابونو د مدیریت په برخه کې، له مرستندویه موسسو او د طالبانو اړونده ادارو څخه هېڅ ډول مرسته یا همکاری نه ده ترلاسه کړې.
میر آقا زیاته کړه: «شاوخوا ۱۵۰ من غنم مې کرلي وو، خو اوس یوازې ۵۰ من حاصل مې ترلاسه کړ، ځکه کرل شوي فصلونه د اوبو نشتون او وچکالۍ له امله سوځېدلي او ځمکې شاړې شوې دي. د غنمو لپاره مې دوه ځله ځمکه تیار کړې وه، خو د وچکالۍ له امله مې ټول فصل وسوځېده.»
هغه د خپلې اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د اوبو کمښت او وچکالۍ دوامداره وضعیت، د هغه ژوند او د کورنۍ معیشت ته جدي ګواښ پېښوي او دا وضعیت د نورو کروندګرو لپاره هم د خطر نښه ده.